ولسمشرغني نوی۱۳۹۴ ښوونیز کال پېل کړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې ( د ۲۰۱۵ / د مارچ ۱۹مه)  په ورځ د کابل په اماني ليسې کې د نمایشي زنګ په ټنګولو سره نوی ۱۳۹۴ ښوونيز کال پېل کړ.

غني په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل، چې په تېرو کلونو کې د افغانستان پوهنې د کمیت له اړخه پرمختګ کړی، خو په کېفیت کې یې لاهم ډېرې ستونزې شته.

نوموړي زياته کړه، چې  تردې وروسته باید په ښوونځیو کې د وهلو ډبلو دود ته د پای ټکی کېښودل شي او له ښوونکو یې وغوښتل، چې له زده کونکو سره د خوږو خبرو او نرم چلند څخه کار واخلي.

افغان ولسمشر د هېواد ټولو ښوونکو سره ژمنه وکړه، چې د دوی مادي او معنوي ژوند د ښه کېدا لپاره به جدي هلې ځلې وکړي.

غني وویل، د ښوونکو د ژوند ښه کېدا دافغان حکومت د کارونو په سر کې ځای لري.

په تېرو ۱۳ کلونو کې نړیوالې ټولنې د هېواد د پوهنیز نظام  د پرمختګ له  پاره خورا زیاتې مرستې کړې دي.

د پوهنې وزارت څخه لاس ته راغلي معلومات ښيي، چې اوس مهال نږدې ۱۱،۵ ميلیونه افغان ماشومان ښوونځيو ته ځي او په ټول افغانستان کې ۱۷۴۰۰ ښوونځي شته، چې ۴۸ سلنه د زده كړې لپاره مساعدې ودانۍ نه لري.

 

 

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام