د کابل ښار شاه شهید سیمه کې د جمعې په شپه له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر وچاودید، چې له امله يې شاوخوا ۲۰ تنه و وژل شول او نږدې ۴۰۰ نور ټپیان شول.
افغان ولسمشرمحمد اشرف غني ددې پیښې د څيړنې له پاره یو پلاوی هم ټاکلی دی.
دغه راز، د جمعې ماښام د پولیسو اکاډمۍ مخې ته هم ځان مرګی برید وشو، چې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ په دغه برید کې ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
شنونکي د کابل وروستیو بریدونو په اړه وايي، چې وسله وال مخالفین پردې سره د یولړ موخو په لټه کې دي.
پوځي چارو شنونکي متقاعد جنرال عتیق الله امرخیل وايي، چې وسله وال مخالفین د بریدونو په ترسره کولو غواړي نړېوالو ته وښیي، چې که وسله وال مخالفین اختلاف هم ولري بیاهم بریدونه کولی شي او د سولې په مذاکراتو کې پرخپل مقابل لوري خپلې غوښتنې منلی شي.
نوموړي زیاته کړه، چې کله طالبانو خپل نوی مشر وټاکه د دوی مشر ویلي چې زه سوله نه غواړم او جګړې ته زور ورکوم چې دادی جنګ ته يي دوام ورکړ، بله غوښتنه یي داده چې نړیوالو ته په دې سره وښیي چې که د دوی په لیکو کې اختلاف هم شته یا نشته دادی لوی بریدونه او جګړې کولی شي.
خود سیاسي او پوځي چارو شنونکي جاوید کوهستانی وايي، چې وسله وال مخالفین له وروستیو بریدونو دوه موخې لري.
په پاکستان کې د ملاعمر مړینه او د وسله والو طالبانو په لیکو کې د پاکستان څارګرې ادارې یا آې، ایس، آې، د غړو لاسوهنو د افغان چارواکو او رسنیو پام وراووښتی.
کوهستانی زیاتوي، چې پاکستان د عامو خلکو ذهنونو ګډوډولو په موخه کابل کې لوی بریدونه وکړل، چې خلک په خپلو کورنیو مسایلو بوخت شي .
دغه راز، تېره شپه لس بجې د غوڅ ملاتړ ځواکونوپرکمپ ځان مرګه برید کې ۹ بهرنیان وژل شوي دي.
سره له دې چې امنیتي سرچینې په دې اړه څه نه وایي، خو د غوڅ ملاتړ ځواکونو یوې خبرپاڼې لیکلي چې ددوی پر اډې برید کې یو خدماتي کارکونکی او ۸ قراردادیان وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ایساف ځواکونو په ځوابیه ډزو کې ۲ بریدګر هم وژل شوي دي.
د ویلو ده، چې څو ورځې وړاندې ځينو پاکستاني خبريالانو او لیکوالانو له سلام وطندار راډيو سره د ځانګړې مرکې پرمهال وویل، چې د طالبانو نوی امیر ملااختر منصور به د راتلونکو دوو میاشتو له پاره د افغان حکومت سره قوي جګړه وکړي.
دغو لیکوالانو زیاته کړه، چې طالبان به په ۲۰۱۶ م ز کال کې یو ځل بیا د خبرو اترو میز ته د نوي مشر سره حاضر شي.