راپورونه وايي، چې د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د سرحدي ځواکونو پر يوې پوستې برید کړی.
د بدخشان ولايتي شورا مشر عبدالله ناجي نظري سلام وطندار ته ويلي، چې برید تېر ماښام (۲۰۱۵زېږدیز/ مې۴) د سرحدي پوليسو پر یوې ۲۵۰ کسيزې پوستې شوی.
نظري زياتوي، چې په لومړيو کې د دغو پولیسو ۸۰ سلنه د وسله والو طالبانو له لوري محاصره شوي وو، چې بیا وروسته د لنډې نښتې څخه بېرته ازاد شول.
ناجي وايي، چې د ۱۷ سرحدي پولیسو جسدونه د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې سپارل شوي او ۲۵ نور يې لادرکه دي.
هغه وايي، دوی ته د رارسېدلو راپورونو له مخې داسې ويل کيږي، چې طالبان په پلان کې لري، چې د دغه ولایت ۵ ولسوالۍ تصرف کړي.
د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد په يوه راليږل شوې خبر پاڼه کې ويلي، چې طالبانو په وردوج ولسوالۍ کې د سيمه ییزو پوليسو ۷ پوستې نيولي او په لسګونه پولیس يې هم وژلي دي.
بدخشان هغه ولایت دی، چې په دې وروستيو کې د نا امنيو پېښې په کې زياتې شوي.
له دې وړاندې د طالبانو له خوا د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې هم ۲۸ تنو سرتېرو سرونه پرې شوي و.





