د دنګو او ښېرازو غرونو په منځ کې له ښکلي سړک شاوخوا ننداره د تازه ساه احسان در پورې کوي.دا لاره اوس نسبي ښه شوي؛ خو پخوا پرې تلل له سر سره لوبې کول وو.
پر دې لارې ډېرې ځوانۍ لو شوېدي؛ ځېنې یې د حکومت په اډانه کې له وسلهوالو سره په مخامخ نښتو او ځېنې یې بیا د لارې په اوږدو کې د ماینونو چاودېدو له امله په همدې سړک وروستۍ ساګانې اخېستې دي.
دانګام د کونړ ختیځ پلو له ډیورنډ فرضي کرښې سره جوخته هغه ولسوالي ده چې د ولسواکۍ نظام له رامنځته کېدو سره ډېر کلونه ناامنه پاتې شوېده.
که څه هم د دې ولسوالۍ تر ودانۍ ورغلې لار پخه شوې؛ خو د ناسم کیفیت او د لارې په اوږدو کې د ماینونو د چاودېدو له امله دا سړک اوس ورو ـ ورو په کنډواله بدلېدونکی دی.
د دانګام ولسوالۍ هموارې ځمکې کمې؛ ډېره برخه یې شنو او ښېرازو درو نیولې؛ خو په لوړو سرونو کې د ځنګلوهنې او قاچاق یې ښکلا زیانمنه کړې. دا هغه څه دي چې لا هم دوام لري.
د دغه ولسوالۍ خلک تر ډېره په کرنه او مالدارۍ اخته دي؛ اوس چې امنیت پهکې په نسبي ډول ښه شوی؛ خلک یې د پرمختګ او ابادۍ هیلې ژوندۍ ساتي.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي په ګیلې سرهوايي، څه باندې یوه نیمه لسیزه کې یې د سر و مال زیان لیدلی؛ خو بیا هم حکومت هېر کړيدي.
دوی که کلونه ـ کلونه د ژوند له اسانتیاوو بېبرخې او له زدهکړو محروم پاتې شوي؛ خو اوس د ژوند د نیکمرغۍ کیلي په کتاب کې ویني.
د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکی زیارتګل ضروري ګڼي چې د ښوونځي په دروازو خپل ماشومان ورننهباسي؛ خو د حکومت له لوري د ډېرې پام هیله کوي.
دغه ولسوالي له مرکز پرته ۳ لویې درې لري چې د درېیوواړو درو د لارو تر څنګ یې کلیو او بانډو ته ورغلې فرعي لارې همداسې کنډوالې پرتې دي.
تېرو کلونو کې د ملي پیوستون پروګرام په اډانه کې دې درو کې څه ناڅه کار شویدی؛ خو د خلکو په وینا، ډېرې پیسې شخصي جېبونو ته تللې دي.
په ټول دانګام کې یوازې یو کلینیک شته؛ څلور کوچني روغتیايي مرکزونه؛ خو د دغې ولسوالۍ شاوخوا ۷۵ زره نفوس ته په کتو، دغه مرکزونه کم او خلک ورته په اسانۍ رسېدنه نهشی کولی.
محمد حنیف، فضل رحمان او عبدالمنان د دانګام اوسېدونکي وايي، د دې ځای اوسېدونکي خورا غریب او د دولت د وسلهوالو مخالفانو د هر ډول تهدید لاندې شپې او ورځې تېروي.
دوی ادعا کوي چې پهدې ولسوالۍ کې دولت کمزوری دی؛ خو که ولس ته توجه زیاته کړي او د اقتصادي، زراعتي او روغتیايي مرستو ترڅنګ د دې ځای له اوسېدونکیو نه د سرحداتو په ساتنه کې کار واخلي؛ هم به یې ولس ته ګټه ورسېږي او هم به حکومت یوه مهمه سیمه د ګاونډي هېواد له تېري ساتلې وي.
دوی په ورته وخت کې له حکومته د ښوونځيو او روغتیايي کلینیکونه د جوړولو غوښتنه کوي.
د کونړ پوهنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ، دانګام کې د درېیوو لېسو او یو مختلط ښوونځي په ګډون ۲۲ بابه ښوونځي شته.
په دغو ښوونځو کې دوه د هلکانو او یوه د انجونو لېسه ده چې تراوسه یې نجونې اووم ټولګي ته رسېدلي؛ خو لهدې پورته ټولګي نهلري.
د نجونو او هلکانو په یو ګډ ښوونځي کې بیا یوازې یوه نجلۍ په درس ویلو بوخته ده.
په دغو ښوونځیو کې ۴زره او ۹۹۲ زدهکوونکي درس وایي. لهدې جملې ۸ ښوونځي یې ودانۍ لري او پاتې یې سرپنا نهلري. زده کوونکي یې په اوړي سره لمر او ژمي کې په واورو او سړې هوا کې زدهکړې کوي؛ خو د باد و باران پرمهال بیا ډېر ښوونځي رخصتېږي.
دانګام کې د ځنګلونو وهل او قاچاق لا هم روان دی او حکومت یې په مخنیوي کې ناتوانه دی.
د ځنګلونو د وهلو له امله پهدې ولسوالۍ کې د موسمي بارانونو پر مهال راوتونکیو سېلابونو ډېرې کرنیزې ځمکې او سربندونه له ځانه سره وړي چې خلکو ته یې اقتصادي زیانونه اړولي دي.
د دانګام سټراتیژیک موقعیت او ډيورنډ فرضي کرښې سره نږدیکت ته په کتو د دې ولسوالۍ ډېرې سیمې ډېر کله د وسلهوالو ډلو تر ولکې لاندې پاتې شوي؛ شاوخوا ۶ کاله وړاندې د دې سیمې اوسېدونکي د وسلهوالو له موجودیته تنګ او د هغوی خلاف پاڅون ته راپورته شول.
له تېر یو نیم کال راهیسې دغې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د پرلهپسې عملیاتو او محلي پولیسو په رامنځته کېدو سره وضعیت کې ښهوالی راغلی او له تېرو درېیوو میاشتو راهیسې خو پهکې حالت بېخي ارام شوی چې چارواکي یې کریډیټ د ولسونو ونډې او نظامي عملیاتو ته ورکوي.
دانګام کې هره ورځ د ګډو ځواکونو عملیات او پر لویو او کوچنیو لارو ګزمې هغه څه دي چې د امنیت له اړخه یې خلک ډاډمن کړي. زموږ د تګ پر ورځ هم د دې ولایت د پولیسو مشر د ملي پولیسو له څو تازه جوړیو شویو پوستو لیده ـ کاته وکړل او څو نظامي منصبدارانو ته یې لهدې امله ستاینلیکونه او نغدي ډالۍ ورکړې چې د دانګام په امنولو کې یې ستړې ګاللې وې.
حکومتي چارواکي وايي، د دانګام د خلکو د ژوند ښهوالي په موخه به دغه ولسوالۍ کې بېلابېلې پروژې پلې کړي.
د کونړ مرستیال والي ګلمحمد بیدار مني چې د دې ولسوالۍ سړکونه، سربندونه او نورې رغنیزې چارې نابشپړې پاتې دي. د ده په خبره، عامې روغتیا وزارت ته يې وړاندیز کړی چې کلینیک یې (سي ایچ سي)، امبولانس ورته حواله کړي.
دی ډاډ ورکوي چې د ښوونځیو د ودانیو په اړه له پوهنې وزارت سره ستونزه شریکه کړې چې په نږدې راتلونکې کې به د ځېنو ښوونځیو رغنیزې چارې پیل شي.
تېره نږدې یوه لسیزه کې ډیورنډ فرضي کرښې سره د نږدې نورو ولسوالیو په څېر دانګام هم د پاکستانۍ غاړې د توغندیزو بریدونو هدف ګرځېدلې او دا چاره اوس هم روانه ده؛ خو خلک یې ګیلهمن دي چې حکومت پهدې برخه کې غوڅ دریځ نهدی نیولی.
د دغو بریدونو له امله خلکو ته د سر و مال زیانونه اوښتي ډېر یې له خپلو کورونو نه کډوال شوی هم دي.
د دانګام اوسېدونکي اوس هر سهار د پاکستان له لوري په راتوغېدونکیو مرمیو په اوازونو له خوبه پورته کېږي، ماښام پهدې ډار د خوب ځای ته ورځي، وايي، نهشي چې مرمۍ یې همداسې په ویدو ژوند واخلي.