د لوګر ولایتي شورا غړی ډاکتر عبدالولي وکیل وايي، ښاغلی قمرالدین شکېب د دغه ولایت محمداغې ولسوالۍ کې د طالبانو په یو کمین کې وژل شویدی.
د هغه په وینا، ښاغلی شکېب کور ته په رخصتۍ روان و چې د وسلهوالو له لوري پرې برید وشو.
د لوګر امنیې قوماندانۍ امنیت امر محمدایوب وردک هم پېښه تاییدوي؛ خو نور جزییات نه وايي.
په دغه برید کې د ولایت ویاند او د مرستیال والي موټر چلوونکی ټپیان شوي.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د پېښې مسوولیت نهدی منلی.