د بېړنیو پېښو پروړاندې د مبارزې اداره وايي، چې وروستیو سیلابونو په بدخشان، بغلان، پروان، کاپيسا، ننګرهار لویه پکتیا، کابل، وردګو او غزني ولایتونو کې ډېر خلک زیان من کړي دي.
د دې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس سلام وطندارته وویل، چې له تېرو ۹ ورځو راهیسې په یادو ولایتونو کې سېلابونو تر دې مهاله د ۷ کسان وژلي دي او شاوخوا ۱۰۰ کورنه یې پوره ډول ویجاړ کړي دي.
سیاس وايي، چې د بېړنیو پېښو پروړاند ې د مبارزې اداره یې پروړاندې چمتووالی لري.
نوموړی زیاتوي، چې دوی زیان منو شویو کورنیو ته خیمې، کمپلې، د پخلنځي لپاره لوښي او خوراکي مواد د دوو میاشتو لپاره ویشلي دي.
سیاس وویل، چې په یادو ولایتونو کې سېلابونو له امله ځېنې لویې لارې، سړکونه، کرنیزې ځمکې او باغونه ویجاړ شوي دي.
په دې اړه د نورستان ولایت د بېړنیو پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې رییس محمد زمان شاکر سلام وطندارته وویل، چی په یو شمېر ولسوالیو کې شاوخوا ۱۰۰۰جریبه کرنیزه ځمکه ورستیو سېلابونو خرابه کړې ده.
شاکر زیاته کړه، چې په نورستان ولایت کې شاوخوا ۱۱۰۰ او پنځوس څاروي د ۱۴ بانډو په شمول ۲۰ کورنه ویجاړ شوي، چې پروینا، یې ۱۵ زره افغانۍ مرسته به د هغه چا سره کیږي، چې کور یې وران شوي وي.
له بل لوري د نورستان اوسېدونکي له دولت نه غوښتنه کوي، چې د سېلابونو له امله د خراب شویو سړکونو فرعي پلونه او استنادي دیوالونه ژر تر ژره ورغوي.
محمد انور د نورستان ولایت اوسېدونکی دی، سلام وطندار ته یې وویل، چې په دې ولایت کې وروستیو سېلابونو د خلکو کورنه، ځمکې او سړکونه له منځه وړی دي.
دی وايي، چې حکومت باید له خلکو سره اړینې مرستیې وکړي.
د نورستان ولایت یو بل اوسېدونکی چې شیرین محمد نومیږي سلام وطندار ته وویل، چې "سېلابونو راته زیات زیان رسولی او ټول کرل شوی فصل یې راته له منځه وړی دی".
له بلې خوا د جوزجان ولایت چارواکي وایي، چې دغه ولایت کې وروستیو سېلابونو ۳۰۰ کورونه ویجاړکړي دي.
د جوزجان د پولیسو ویاند عبدالمنان روفي سلام وطندارته وویل، تېره شپه په ځېنو ولسوالیو کې سیلابونو کرنیزې ځمکې او مواصلاتي لارې ویجاړې کړي دي.
په هېواد کې د بړېنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مسولین له سېلاب ځپلو سره د بېړنیو مرستو خبره کوي.