وردګو کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ نښته شوې

د میدان وردګ  ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال محمد خلیل انداربي سلام وطندار ته وویل، د تېرو دوو ورځو راهیسې د میدان ورد ګو په بهسودو او دایمیرداد ولسوالیو کې د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو ترمنځ د ځمکې پر سر یو ځل بیا شخړې تازه شوې دي.

انداربي وایي، یادو سیمو ته اضافي سرتېري او قومي مخور استول شوي، چې د دوی ترمنځ اوربند وکړي.

بل لورته د میدان وردګو د والی ویاند عطاءالله خوګیاڼي سلام وطندار ته وویل، په دغه نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خوګیاڼی وایي، چې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ د راپورته شوې شخړې په پایله کې یو کوچی او یو هزاره وژل شوي او یو کوچی او یو هزاره ټپيان شوي دي.

د میدان وردګو والي حیات الله حیات د یوې غونډې له لارې په ښکېلو غاړو غږ وکړ، چې له نښتې لاس په سر شي او مرکزي حکومت به روان کال دغه ستونزه اواره کړي.

ولسمشر غني د روان زېږديز کال د (می) په میاشت کې د حاجي دین محمد په مشرۍ د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ د شخړو د حل لپاره کمېسیون جوړ کړی و.

افغان ولسمشر دغه کمېسیون ته د یو فرمان په ترڅ کې ویلي وو، چې دغه کمېسیون موظف دی، چې د ۳ میاشتو په موده کې د کوچیانو د ملکیت اسناد وڅېړي، په ټولو سیمو او ولایتونو کې د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ د شخړې وړ املاک تثبیت او د کوچیانو د اسنادو د تایید او د هغوی د ملکیتونو د تثبیت په صورت کې دې؛ د کوچیانو د ځمکوالۍ لپاره د حل لاره وړاندې کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني د دغه کمېسیون رییس او غړو ته لارښوونه کړې وه، چې د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ د شخړې وړ اساسي ستونزې په دقیقه او هر اړخیزه توګه وڅېړي او د بنیادي حل لارې لپاره خپل ځانګړي وړاندیزونه ولسمشریزې ماڼۍ ته وړاندې کړي.

د یادونې ده، چې د کمېسیون د جوړېدو یوه میاشت پوره کېږي، خو تر اوسه یې کومه مثبته پایله نه لیدل کېږي.

په میدان وردګو ولایت کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ د ځمکې او څړځایونو پر سر دغه شخړې شاوخوا ۱۲ کلنه مخینه لري، چې وخت ناوخت په کې د نښتو له امله دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

ځېنو کارپوهانو په باور، د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ له راټوکېدونکو شخړو سیاسي استفاده کېږي او له همدې امله خلک له افغان دولت څخه غواړي، چې د دغو ۲ قومونو ترمنځ د شخړې او لانجو لپاره یو دایمي حل پیدا کړي.

په افغانستان کې د ځمکو پر سر د شخړو د رامنځته کېدو مسله څه نوې خبره نه ده، تر دې وړاندې په څو وارې په بیلا بیلو سیمو کې د ځمکو پر سر شخړې شوي دي، چې د پکتیا، ننګرهار، خوست، میدان وردګ او د لوګر ولایت په شمول ځېنو نورو سیمو کې هم دا ستونزه بې حله پاتې ده.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام