د غور چارواکي وايي، نه یوازې دا چې په دې ولایت کې په ښوونځیو کې د نجونو حضور پیکه دی، د نجونو د ښوونځیو د زدهکړو کیفیت هم ډېر ټیټ دی.
د غور والي غلام ناصر خاضع سلام وطندار سره په مرکه کې په دغه ولایت کې د ښځینهوو حضور پیکه کېدو لاملونه پخواني دودونه او پر لارو او واټونو د ښځینهوو ځورونې وبللې.
د خاضع پروینا، په زیاترو ولسوالیو او د دې ولایت په مرکز کې هم ځینې نجونې ښوونځیو ته نه شي تللی.
د غور د ښځو چارو ریاست د حقوقي څانګې مدیره هاجره بشیري هم په ښوونځیو کې د نجونو پر کم حضور نیوکه کوي.
د مېرمن بشیري پروینا، سره له دې چې د مرستندویه موسېسو په همغږۍ يې ښوونځیو ته د نجونو لېږلو په اړه عامه پوهاوی ورکړی؛ خو دغو هڅو چندانې پایله نه ده ورکړې.
اغلې بشیري زیاتوي، زیاتره کورنۍ خپلو لوڼو ته اجازه نه ورکوي، چې له پنځم ټولګي پورته زدهکړې وکړي.
د نوموړې په خبره، هغه شمېرې چې د پوهنې وزارت په ښوونځیو کې د نجونو د حضور په اړه خپرې کړي ناسمې دي.
خو د غور د پوهنې ځای ناستی رییس خلیل احمد مبارز د والي او د ښځو چارو ریاست مدیرې څرګندونې رد او وايي، د غور په ښوونځیو کې د نجونو حضور زیات شوی دی.
د غور ولایت د پوهنې ریاست د شمېرو پربنسټ اوسمهال له ۷۹ زرو او ۷۰۰ زیاتې نجونې د دغه ولایت په ۱۸۶ ښوونځیو کې زدهکړې کوي.
غور د هېواد مرکزي او له لږ پرمختللو ولایتونو دی، چې له دغه ولایته تل ښځینهوو سره د تاوتریخوالي ریپوټونه خپریږي.