هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۲۲۶ ته ورسېده؛ ۱۱۷ نور ښه شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد ۷ ولایتونو کې د کرونا ویروس ۵۰ تازه مثبتې  پېښې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز نن (پنجشنبه د ثور په ۴مه) وویل، د دغه وزارت لابراتوارونو کې د کرونا ویروس ۵۰ تازه پېښې ثبت شوي چې د هېواد ۳۲ ولایتونو کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۲۲۶ ته رسېږي.

له دغو ۵۰ تازه پېښو ۲۱ هرات، ۱۵ کندوز، ۶ کابل، ۴ لوګر، د لومړي ځل لپاره ۲ پېښې پنجشېر او یوه یوه پېښه تخار او جوزجان ولایتونو کې ثبت شوې ده.

د عامې روغتيا وزير وویل، تېرو دوو شپو او ورځو کې هېواد کې د کرونا ویروس له کبله هېڅ مړینه نه ده ثبت شوې او د مړینې شمېره هماغه ۴۰ ده.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، افغانستان کې کرونا ویروس څخه تراوسه ۱۷۷ کسان بیرته روغ شوي دي.

فېروز الدین فېروز هېواد کې په چټکۍ سره د کرونا ویروس له خپرېدو اندېښنه ښيي او له هېوادوالو غواړي چې د کرونا ویروس مخنیوي لپاره روغتیايي سپارښتنې جدي وګڼي.

دا مهال کابل د ۴۱۹ مثبتو پېښو په درلودو، په کرونا ویروس د ککړو ولایتونو لومړي سر کې دی.

له کابل وروسته، هرات د ۳۵۸ او کندهار د ۱۳۰ پېښو په درلودو یو پر بل پسې دویم او درېیم ځای کې دي.

ټوله نړۍ کې هم په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۲ میلیون او ۶ سوه زرو نه اوښتی او له ۱۸۴ زرو زیات کسان یې مړه کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام