د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې پر کورونا د ۵۱۹ شکمنو اخته کسانو نمونې کتلي چې له ډلې یې د ۱۸۶ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.
دغه وزارت وايي چې د تازه شمېرو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۳۲ زرو او ۲۲ ته رسېدلی دی.
وزارت زیاتوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا ۳۳ اخته کسان مړه شوي او ۴۴۰ نور بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه ټولټال ۸۰۷ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او ۱۶ زره ۴۱ نور بېرته روغ شوي دي.
تر اوسه له لس میلیونه او ۸۱۰ زرو کسانو نه ډېر پر کورونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې له ۵۱۹ زرو نه ډېر مړه شوي او له ۶ میلیونه او ۳۲۹ زرو نه ډېر بېرته روغ شوي دي.