د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا ۷۶۹ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې د ۲۷۹ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.
د دغه وزارت د عامه اړیکو مسوول سعیدالدین جامي وايي چې د یادو شمېرو په ثبت سره په هېواد کې د کورونا د مثبتو پېښو شمېر ۳۱ زره ۵۷۱ ته ورسېده.
د نوموړي په وینا، په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ۱۲ اخته کسان مړه شوي او ۱۹۷ نور بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، تر اوسه پر کورونا ۷۴۵ اخته کسان مړه شوي او ۱۴ زره ۳۶ نور روغ شوي دي.
تر اوسه په نړۍ کې له لس میلیونه او ۴۱۲ زرو کسانو نه ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې له ۵۰۰ زرو نه ډېر مړه شوي او له پنځه میلیونه او ۶۶۸ زرو نه ډېر بېرته روغ شوي دي.