د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا ویروس ۷۴۲ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې د ۲۸۶ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.
دغه وزارت وایي چې د تازه پېښو په ثبت سره په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۴ زره ۱۹۴ ته ورسېده.
د وزارت په وینا، په تېره یوه شپه او ورځ کې ۴۱ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي او ۱۴ نور مړه شوي دي.
د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، ټولټال ۲۰ زره او ۸۸۲ کسان له کورونا ناروغي نه بېرته روغ شوي او ۹۷۱ نورو خپلو ژوند له لاسه ورکړی دی.
تر اوسه په نړۍ کې له ۱۲ میلیونه او ۳۸۷ زره نه ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۵۵۷ زرو نه ډېر مړه شوي او له ۷ میلیونه او ۱۸۷ زرو نه ډېر بېرته روغ شوي دي.