هېواد کې د کورونا ویروس۱۷۱ تازه پېښې؛ ټولې ۳۵۶۳ ته ورسېدې

د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو وړاندې کولو مرستيال وحید الله مجروح نن په يوه خبري ناسته کې وويل چې په  تېرو ۲۴ ساعتونو کې بېلابېلو ولایتونو کې د کورونا ویروس ۱۷۱ تازه پېښې ثبت شوي چې ټول هېواد کې په کورونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۵۶۳ ته ورسېد.

له دغو ۱۷۱ تازه پېښو ۴۵ هرات، ۳۴ کابل، ۱۶ کندهار، ۱۸ پکتیا، ۱۰ غزني، ۱۵ بادغیس، ۱۳ بامیان، ۹ میدان‌وردک، ۳ پنجشېر، ۳ بدخشان، ۲ لوګر، ۲ زابل، ۱ پېښه په خوست ولایت کې ثبت شوې ده.

افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس له کبله ۲ کسان مړه شوي او ۸ بېرته روغ شوي چې له دې سره د ټولو مړو شويو شمېر ۱۰۶ او د بېرته رغېدلو هم ۴۶۸ ته پورته شو.

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، هېواد کې کورونا ویروس په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کی دی او خلک باید په دې اړه وقایوي تدابیر جدي مراعت کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام