هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې ۲۰۹۱۷ ته ورسېدې؛ ۳۶۹ کسان مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د ۹۷۸ کسانو شکمنې نموني کتلي چې له ډلې یې په ۱۸ ولایتونو کې د ۵۷۵ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

د دغه وزارت د شمېرو له مخې، د دغو پېښو په ثبت سره په هېواد کې د کورونا د مثبتو پېښو شمېر ۲۰ زره او ۹۱۷ ته ورسېده.

د روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال وحید مجروح وايي، په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۹۳ کسان په کابل، ۱۵۱ په هرات، ۳۹ په کندهار، ۳۹ په هلمند، ۲۶ په کونړ، ۲۳ په ننګرهار او ۲۲ هم په لوګر کې پر کورونا ویروس اخته شوي دي.

د نوموړي په وینا، دیارلس نور په بادغیس، ۱۳ په پروان، لس په غور، ۱۰ په نیمروز، ۸ په زابل، اووه په میدان وردګ، ۷ په پکتیا، ۵ په دایکندي، پنځه په تخار، ۳ په لغمان او یو هم په بدخشان کې پر دغه ویروس اخته شوي دي.

مجروج زیاتوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا ۳۲۹ اخته کسان بېرته روغ شوي او ۱۲ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر اوسه پر کورونا ۳۶۹ اخته کسان مړه شوي او ۲ زره او ۱۷۱ نور بېرته روغ شوي دي.

د یادونې ده چې په نړۍ کې بیا له ۷ میلیونه او ۹۱ زرو ډېر کسان پر کورونا اخته شوي چې له ډلې یې له څلورسوه او ۶۱ زرو نه ډېر مړه شوي او له ۳ میلیونه او ۴۶۱ زرو نه ډېر بېرته جوړ شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام