د افغانستان د ازادې مبارزې (فريفایټ) دوه افغان لوبغاړي بازمحمد مبارز او احمدولي هوتک چې څه موده مخکې یې په کابل کې یو بل ته د خپلمنځي سیالیو «چیلینج» ورکړیو؛ خو اوس دواړه په یوه شپه د بهرنیو سیالانو خلاف د سیالۍ لهپاره عربي اماراتو ته رسېدلي دي.
ټاکل شوېده، د دواړو لوبغاړي نن جمعه د شپې لهخوا په عربي اماراتو کې د اکرایني او سکاټلینډي سیالانو پر وړاندې لوبې وکړي.
د (ACB) سازمان د معلوماتو لهمخې، د عربي اماراتو په کوربتوب به په دوبۍ «سپورټس سیټي» لوبغالي کې ټولټال نن شپه ۱۳ سیالۍ وشي؛ خو د احمدولي هوتک د سیال په اړه معلومات نهدي ورکړل شوي.
بېګا ته به په درېیمه لوبه کې له افغانستانه احمدولي هوتک په منځوزنه سیالۍ کې د اکرایني سیال سټیپانوف پر وړاندې د لوبې ډګر ته ووځي.
دغه راز به په ۶مه لوبه کې د افغانستان بل لوبغاړی بازمحمد مبارز له سکاټلینډي لوبغاړي ای این فینن سره د لوبې رینګ ته ښکته شي.
بازمحمد مبارز د دې سیالۍ لهپاره ۳ میاشتې په تایلینډ کې او احمدولي هوتک بیا د ۲ میاشتو لهپاره په کابل کې په تیاریو بوخت و.
د فريفایټ د نن شپې په نورو سیالیو کې به په لومړۍ سیالۍ کې ترکي سیال کدیر له انګلستاني لوبغاړي شعیب یوسف سره او همدارنګه نور بهرني لوبغاړي پهخپلو کې سیالۍ وکړي.
د ورکړل شویو معلومات پر بنسټ، سیالۍ به د افغانستان پر وخت د شپې ۶ نیمې بجې پیل او په ۱۱ نیمې بجې به ټولې ۱۳ واړه سیالۍ پای ته ورسېږي.
د دواړو افغان لوبغاړیو هڅوونکی او د سیالیو مسوول درملخان لاهو پهخپلو خبرو کې ویلي دي چې دواړه لوبغاړي ښه استعداد لري او خپله انرژي باید د خپلمنځني سیالۍ پر ځای د بهرنیو لوبغاړيو پر خلاف وکاروي.
احمدولي هوتک له ۲۰۱۳ کال راهیسي ۶ سیالۍ کړي چې د لومړیو ۵ بریاوو وروسته یې تېر کال د دینیس کاناکوف پر وړاندې لومړۍ ماتې وخوړه.
همدارنګه بازمحمد مبارز چې له ۲۰۱۲ کال راهیسي یې ۱۳ سیالۍ کړي؛ تراوسه ۹ بریاوې او ۴ ماتې لري چې تېر کال یې خپله وروستۍ لوبه کې بریا خپله کړه.