د هنګري هېواد لومړي وزیر ویکټور اوربان وايي، چې د ګډوالو د قبلولو د سهمې په اړه به په خپل هېواد کې ټول پوښتنه وکړي.
نوموړي د اروپايي اتحادیې د غړیو د ۱۰ هېوادونو په ګډ خبري کنفرانس کې د چې د چهار شنبې په ورځ د اتریش هېواد په وین ښار کې جوړشوی وه دغه څرګندونې وکړې.
ویکټور اوربان اروپايي اتحادیه په دې تورنه کړه، چې د پناغوښتونکو د ونډې په تحمیلولو سره د اروپايي مذهبي، کلتوري او قومي هویت د بیا رسمولو په هڅه کې دي.
اوربان زیاته کړه، چې د پناغوښتونکو د ځانګړې شوې ونډې منل د هېواد د پارلمان او د خلکو له خوښې پرته زورچلول دي.
په ورته وخت کې د اتریش د کورنیو چارو وزیر جوهانا میکي وویل، چې د اروپايي اتحادیې پایښت د پناغوښتونکو د بحران په مدیریت پورې تړلی دی.
د پناغوښتو ونډې د لومړي ویشل له مخې هنګري هېواد ۱۲۰۰ پناغوښتونکي مني، خو دوی ویره لري، چې دغه کار د تحمیلي ونډې پیل نه وي.
له بل لوري اندېښنې شته چې یونان د پناغوښتونکو په پڼغالي بدل شي او نور هېوادونه د پناغوښتونکو پر مخ خپلې پولې وتړلي.
د اروپايي اتحادیې دغې طرحې پر وړاندې د اتریش، بلغاریا، کرواسي، اسلواني او څو نور هغه هېوادونه چې د اروپايي اتحادیې غړیتوب نه لري لکه صربستان او البانیا یو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.
دغو هېوادونو هوکړه، کړې هغه پناغوښتونکي چې له څو میاشتو راهیسې یې د پنااخیستلو غوښتن لیکونه منل شوي نه دي له هېواده بهر کړي.