هند په افغانستان کې د ۹۲ پروژو تړون لاسلیک کړ

افغان حکومت له هند سفارت سره د شاخوا ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۹۲ پروژو تړون هوکړه وکړه.

په بیلابیلو برخو کې ددې شمیر پروژو ژمنه کابل ته د هند لومړي وزیر په سفر کې له افغان حکومت سره شوې وه چې سفیر یې نن دافغان حکومت کابینې له وزیرانو سره تړون لاسلیک کړ .

د حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله نن(چهار شنبه) په کابل کې ددغه تړون لاسلیک پرمهال وویل، چې دا پروژې د پراختیا، پوهنې او روغتیا په برخو کې عملي کیږي.    

د ښاغلي عبدالله په وینا ددې پروژو په تطبیق کې سرحدي او وروسته پاتې ولایتونو ته لومړیتوب ورکول کیږي، چې د همغږۍ چارې یې د اقتصاد وزارت ته سپارل شوي دي.

په کابل کې د هند سفیر من پریت هورا ددې پروژو تړون د افغانستان کابینې له وزیرانو سره لاسلیک کړ.

د افغانستان د پارلمان د نوې ودانۍ د پرانستنې په مراسمو کې هم د هندوستان لومړي وزیر نرېندرا مودي په دې اړه خبر ورکړی و.

په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې دواړو هېوادونو د ګډو همکاريو تړون هم لاسلیک کړی و، چې له مخې به يې په پراختیايي او امنیتي برخو کې مرسته کوي.

په همدې حال کې اجرایوي رییس خبر ورکوي، چې  ټاکل شوې ډیر ژر هند په افغانستان کې د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۰ نورې پراختیایي پروژې هم عملي کړي.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې هند، له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې څه باندې دوه میلیارده ډالره مرسته کړې

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام