هند په افغانستان کې د کرکټ معیاري لوبغالی جوړوي

د هندوستان کرکټ بورډ د ځای‌ناستي سکرتر امیتاب چوهدري په شمول کابل ته راغلې لوړپوړي پلاوي نن د افغانستان کرکټ بورډ له مشر عاطف مشعل سره په خبري غونډې کې د نږدې او پیاوړو اړیکو ډاډ ورکړ.

د هندوستان کرکټ بورډ سکرتر امیتاب چوهدري د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، له افغان کرکټ بورډ سره کار کوي چې په افغانستان کې په نړۍوال معیار برابر کرکټ لوبغالی جوړ کړي.

د ښاغلي چوهدري په وینا، ویاړي چې د افغانستان ولسمشر په بلنه افغانستان ته راغلي او د دې له‌پاره چې دا چانس بل هېواد وانه‌خلي افتخار کوي چې د تاریخي ټېسټ سیالۍ له‌پاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کوربتوب کوي.

همدارنګه د هندوستان کرکټ بورډ د چارواکیو په وینا، د هندوستان په سوداګریزو سیالیو کې د افغان کرکټ لوبغاړيو ښه ځلېدا د دې موکه زیاتوي چې په راتلونکي کې نور افغان لوبغاړي هم د دې سیالۍ د لوبډلو له لوري واخېستل شي.

په همدې حال کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر شکرالله عاطف مشعل هم په خپلو خبرو کې وویل، افغانستان اوسمهال د کرکټ نړۍوالې شورا (اي. سي. سي) بشپړ غړی دی او دوی له هندي کرکټ بورډ سره هم ښې اړیکي لري او هڅه کوي دا اړیکې په افغانستان کې د کرکټ د پرمختګ په موخه نوری هم پیاوړې شي.

ښاغلي مشعل دغه راز د هندي کرکټ بورډ له‌خوا افغان کرکټ بورډ ته د هندوستان په «دیهرادون» ښار کې د «راجیف‌ ګاندي» نړۍوال کرکټ لوبغالي د سپارلو خبر هم ورکړ.

د کرکټ بورډ عمومي مشر زیاته کړه، د هندوستان کرکټ بورډ راغلي پلاوي له افغان ولسمشر محمداشرف غني سره په لیدنه کې د افغانستان او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د تاریخي ټېسټ سیالۍ د لیدلو له‌پاره هندوستان ته د ورتګ بلنه هم ورکړې‌ده.

تېره میاشت د هندوستان له لوري په کندهار کې رغول شوی کرکټ لوبغالی په کابل کې د یاد هېواد د سفیر له‌خوا په رسمي توګه پرانېستل شو؛ خو دا چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په نړۍواله کچه تاریخي لاسته‌راوړنې لري؛ تراوسه په کوردننه په نړۍوال معیار برابره کرکټ لوبغالی نه‌لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام