د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د هند لومړي وزیر ناریندرا مودي له مخامخ خبرو اترو وروسته ویلي، چې هېڅ هېواد د دې حق نه لري، چې د اسیا په اقیانوس ولکه وکړي.
دوی ټینګار کړی، چې بېجینګ باید د چین په سویلي سیند او د هند اقیانوس په سیمه کې د امریکا، هند او نور متحدینو حضور ته پام وکړي.
د دواړو هېوادونو مشرانو ویلي، چې هند په دې هڅې کې دی، چې د توغندیو د تکنالوژۍ د کنټرول سازمان غړیتوب تر لاسه کړي.
دغه سازمان د درنو، ویجاړونکو وسلو او توغندیو د مخنیوي په برخه کې کار کوي، چې تولټال ۳۴ هېوادنه د دې سازمان غړیتوب لري.
له بل لوري یو امریکايي لوړپوړي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط ویلي، چې په دې سازمان کې د هند د غړیتوب په سر سیاسي جوړجاړی شوی دی.
دغه لوړپوړي امریکايي چارواکي ویلي، چې امریکا هم د دې پلوې ده، چې هند ته په دې سازمان کې غړیتوب ورکړل شي.
په ورته وخت کې مودي تېره ورځ له بارک اوباما سره په غونډه کې د امریکا ولسمشر دغه ملاتړ ستایلی، چې هندې ته په دې سازمان کې غړیتوب ورکړل شي.
چین د اسیا اقیانوس په سیمه کې ستر ځواکمن هېواد دی، چې پراختیا یې هند، امریکا او د هغوی متحدین اندېښمن کړي دي.