دغه نوې پروژې د ۳۱ میلیونو ډالرو په ارزښت په کابل کې د هندوستان سفیر د بېلابېلو دولتي ادارو بنسټونو له چارواکیو سره لاسلیک کړلې. د چارواکیو په خبره، دا پروژې به د ۳۱ ولایتونو په لېرې پرتو سیمو کې عملي شي.
د اقتصاد وزیر مصطفی مستور وویل، دهندوستان په مرسته پروژې د ښوونځیو، اوبولګولو، برېښنا، سړو خونو او نورو برخو کې پلي کېږي، چې ډېر کاري فرصتونه به رامنځته کړي.
مراسمو ته د پوهنې ځای ناستي وزیر ابراهیم شینواری وویل، چې په دې کې ۴۶ پروژې پوهنې ته ځانګړې شوي چې لګښت یې څه د پاسه ۱۱ میلیونه ډالر اټکل شوی دی.
شینواري زیاته کړه، چې د پوهنې پروژې به په ۱۷ هغو ولایتونو کې چې کم پرمخ تللي دي تطبیق شي.
په غونډه کې اجرایوي رییس عبدالله عبدالله د هندوستان له مرستو مننه وکړه او یې ویل، دا پروژې د خلکو په غوښتنه پلې کېږي او له ټولو ادارو غواړي چې ژرترژره او په ښه کیفیت یې پلې کړي.
ښاغلي عبدالله وویل، چې افغانستان ټولو ته د ښو اړیکو غېږ پرانیستې خو توغندي وېشتل ښې پایلې نه لري.
هغه وايي:« د افغانستان له بې ثباته کولو، توغندي ویشتلو او ځانمرګو بریدونو د چا لاس ته څه نه ورځي تمه مو دا ده هغه هېوادونه چې له موږ سره د دوستۍ ادعا لري دوستي دې په عمل کې ثابته کړي. »
هندوستان د افغانستان د بیارغونې له سترو تمویلونکیو دی چې له ۲ میلیارده ډالرو ډېرې پیسې یې په افغانستان کې لګولې دي.