هندوستان پر پاکستان خپله تجارتي لار وتړله

راپورونه وايي، د هندوستان حکومت پريکړه کړې، چې له پاکستان سره د کشمېر له لارې خپلې تجارتي راکړې ورکړې وتړي.

هندي چارواکو ویلي، چې د دغې تجارتي راکړې ورکړې مخه په (LoC) یا پر پاکستان د کنټرول په سیمه کې نېول شوې ده.

دوی ویلي، چې پاکستان د کشمير په صفري نقطه "پونچ" ولسوالۍ په (چاکا ـ داـ باغ) سیمه کې اوس هم ډزبند نه‌دی کړی.

دوی ادعا کوي، چې د پاکستاني مرمیو په‌واسطه د کشمیر په صفري نقطه کې د تجارتي اسانتیاوو مرکزونو ته زیانونه اوښتي دي.

د " ټایمز ، اف انډيا" په نوم یوې هندي ورځپاڼې لیکلي، چې هندي مقاماتو د خپلو دغو ادعاوو یو دلیل دا راوړی، چې په تېره دوشنبه کې یو بس چې د کشمیر له پونچ ولسوالۍ نه د پاکستان راول‌کوټ ته روانه وه د پاکستاني پوځيانو له‌خوا د احتمالي خطراتو له وجې درول شوې وه.

ورځپاڼې د هندوستان د (TFC) یا د تجارتي اسانتیاوو د مرکز مشر تنویر احمد له خولې ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ د هندوستاني سوداګرو له‌خوا له سوداگریزو توکو ډک موټر صفري نقطې ته لېږل شوی و، خو په چاکا – دا- باغ سیمې کې د پاکستاني پوځيانو ورته د "لاین اف بارډر" دروازه نه وه خلاصه کړې.

ده زیاته کړې، که څه هم هغوی هلته د زیاتې مودې له‌پاره انتظار هم ویستلي، خو بیا هم ورته د ننوتو اجازه نه وه ورکړل شوې.

د راپور پر بنسټ، د هندوستان په جامو او کشمیر سیمه کې د تېر مارچ میاشتې په لومړۍ نیټه یو بس د اسلحو، بمونو او نورو تخریبوونکو وسلو سره ډک موټر ونیول شو.

دوی ادعا کوي، چې دغه وسلې زیاتره يې چینايې وې او د مظفرآباد ـ سریناګر پر لویه لاره کې يې نیولي و.

په راپور کې نه‌دي ویل شوي، چې د دغه بندر له لارې د پاکستان او هندوستان ترمنځ په کال کې په کومه اندازه تجارت کيږي؟

خو د پاکستان او هندوستان ترمنځ په دغه بندر تجارت له ۲۰۰۸ م میلادي کال راهیسې پېل شو، خو له هماغه وخت راهیسې دغه تجارت له دواړو خواونه له ځينو ستونزو سره مخ شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام