د هلمند په مرکز لښکرګاه او ولسوالیو کې روغتیايي مسوولانو د خپلو حقونو د نه ترلاسه کولو له کبله د ۷۸ روغتیایي مرکزونو دروازې تړلې دي.
د دغو روغتیایي مرکزونو استازي چې په مرکز لښکرګاه ښار کې یې د اعتراض په ډول کاري اعتصاب کړی وايي، حقونه یې پر وخت نه ورکول کېږي او د تېرو ۵ میاشتو معاشونه یې هم نه دي ورکړل شوي.
دغه ۷۸ روغتیایي مرکزونه د «برک» موسسې لهخوا تمویلېږي او د کارکوونکو شمېر یې هم نږدې ۱۱۰۰ کسانو ته رسېږي.
د دوی په وینا، سره له دې چي ستونزه یې له عامې روغتیا ریاست، اړونده موسسې او ولایت مقام سره شریکه کړې، خو ورته پام نه دی شوی.
معترض ډاکټران حاجيمحمد او محمدشریف وايي، نه د پنځو میاشتو معاشونو ترڅنګ یې د حقالخطر پیسې هم له تېرو اووهلس میاشتو نه دي ورکړل شوي او په وینا یې، د عامې روغتیا ریاست پر موسسې فشار نه دی راوړی چې د دوی حقونه ورته وسپاري.
موږ وغوښتل په دې تړاو د «برک» موسسې د مسوولانو نظر هم واخلو، خو هغوی خبرو کولو ته حاضر نه شول.
اخوا د هلمند د عامې روغتیا رییس عبدالاحد حازم د دغې ستونزې پر حل ټينګار کوي.
هغه وايي، د «برک» موسسې له مسوولانو او اعتصاب کوونکو سره یې خبرې کړي او هڅه کوي چې دغه ستونزه حل کړي، څو د کارکوونکو معاشونه اجرا او به روغتیایي مرکزونه هم د خلکو پر مخ بېرته پرانېستل شي.
نوموړی وايي، یادې موسسې لس ورځې وخت غوښتی او ځینو مرکزونو ته یې د کارکوونکو معاشونه هم رسولي او ژر تر ژره به د پاتې نورو ستونزې هم حل شي.
«برک» موسسه په هلمند کې د بُست ولایتي روغتون او فاطمه بیات کلینیک نه پرته د نورو ټولو ۷۸ روغتیایي مرکزونو د هراړخیز اکمال مسوولیت لري، خو روغتیايي مسوولان ډېر کله د خپلو حقونو له پر وخت نه اجرا کېدو او د درملو له کمښته شکایت کوي.
باید وویل شي، که یاد کلینیکونه همداسې تړلي پاتې شي، لسګونه زره هلمندیان به له روغتیايي خدمتونو بېبرخې پاتې شي.