هلمند کې د سلګونو کورنيو کلا بندي

طالبانو د هلمند په تريخ ناور ولسوالۍ کې سلګونه کورنۍ کلابند کړي

 د دغه ولایت له تریخ ناور ولسوالۍ نه راکډه شوي کډوال وایي، چې د ذوالفقار په نوم د افغان ملي اردو او پولیسو ګډو عملياتو له پېل وروسته هغوی را کډه شوي، خو د دوی په وینا هلته شاوخوا ۶۰۰  کورنۍ د طالبانو له لوري کلا بند شوي دي.

دغه اوسېدونکي وايي، چې دلته دوی د سرپناه، پاکو اوبو او خوراکي توکو نشتوالي له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

وحیدالله چی له تریخ ناور ولسوالۍ نه راکډه شوی وایي، د دوی کورونه طالبانو سوځولي او دوی يې نه پریښودل چې له سیمی وځي.

وحید الله اندېښنه ښايي، چې که چېرې افغان دولت او پولیس یادې کورنۍ خوندي  نه کړي او له محاصرې یې خلاصې نه کړي ښایي ملکي تلفات ډېر شي.

نوموړی زياتوي: "مونږ دلته ۱۵ کوره را کډه شوي یو،  خو هلته ۶۰۰ کورونه شته، چې ډیری يې طالبانو محاصره کړي دي او هغوی  نه پریږدي، چې له خپلو سیموڅخه ووځي."

دهلمند ولایت امنیه قوماندان نبي جان ملاخېل سلام وطندار ته وویل، چې دلته شاوخوا ۶۰۰ کورنۍ ددولت وسله والو مخالفینو د جګړې په ډګر کې خپل سپر ګرځولی او نه یې پریږدي، چې له سیمې و وځي.

ملاخېل وایي، دوی هڅه کوي، چې ټولې ستونزې حل کړي او دغه کورنۍ د وسله والو له ګواښونو وژغوري.

خو بل پلو د دې ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو مشرغلام فاروق نورزايي وایي، چی له تېرو څو ورځو راهیسې تردې دمه۱۲۶  کورنۍ لښکرګاه ښارته راغلي او هغوي د دې ولایت په ناوه ولسوالۍ کې میشت شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه ددې راپورونو د رد یاد تایید په اړه څه نه دي ویلي.

تېره ورځ د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال سلام وطندار ته و ویل، چې د هلمند ولایت په سنګين ولسوالۍ کې د ذوالفقار عملیاتو پرمخ لا هم ځمکني ماينونه او ملکي تلفات د لوی خنډ په توګه بلل کيږي.

نوموړي ویلي، چې افغان ملي اردو ځواکونو له نورو قواو سره په ګډه د ذوالفقار په لومړي پړاو عملياتو کې ۱۳۵ د دولت مخالف وسله وال وژلي او ۵۳ نور يې ټپيان کړي دي.

نوموړي زياته کړه، چې ۱۵ طالب وسله وال په دغو عملياتو ژوندي هم نيول شوي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام