دغه موټربم برید د ولایت مرکز لښکرګاه ښار لومړۍ ناحیې په غازي ایوب خان لوبغالي کې د نوي کال په ویاړ د سپورتي سیالیو پر مهال شوی دی.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک سلاموطندار ته وويل چې د لښکرګاه ښار په بېګاني موټربم بريد کې ۱۵ ولسي وګړي وژل شوي او ۵۵ تنه ولسي وګړي ټپيان شوي دي.
ښاغلی ځواک زیاتوي، په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
یو هلمندي چې بېګاني برید کې یې پلار او د کورنۍ نور غړي وژل شوي او ټپيان دي، له امنیتي مسوولانو ګیله کوي. دی تور پورې کوي چې ځايي مسوولانو د دغه موټربم په اړه یوه میاشت مخکې راپور درلود، خو ولې یې مخنیوي کې پاتې راغلل؟
د دغه موټربم برید مسوولیت هېڅ وسلهوالې ډلې نه دی اخیستی. د ریپوټونو پربنسټ طالبان په دې وروستیو کلونو کې د هغو چاودنو او ځانمرګیو بریدونه مسوولیت نه اخلي کوم چې ولسي خلک په کې ژوبل شوي وي.
د ۱۳۹۷ لېږدیز لمریز کال پر لومړۍ ورځ د کابل پوهنتون مخې ته د نوي کال نمانځونکیو ځوانانو په یو ډلګي ځانمرګی برید وشو؛ د شمېرو لهمخې ۲۹ تنه په کې ووژل شول او ۵۲ تنه په کې ټپیان شول. د دغه برید مسوولیت داعشیانو ته په منسوب شوي اعماق پاڼه کې یادې ډلې منلی و.