هلمندي کروندګر: چاره نه لرو کوکنار کرو

حیات‌الله حیات: د حکومت ترواک لاندې سیمو کې په هېڅ صورت کوکنار نه پرېږدو

د هلمند ولایت نوزاد، نهرالسراج، نادعلي، مارجې، ګرمسېر او په ځینو نورو ولسوالیو کې له څو میاشتو راهیسې کروندګرو د کوکنارو کرکیلې له‌پاره ځمکې چمتو کړي او ځینو ځایونو کې بیا کرل شوي دي.

هلمندي کروندګر وایي له کوکنارو پرته نور کښتونه خپل لګښت نه پوره کوي او په وینا یې، سره له دې چې د کوکنارو له کرکیلې ستړي شوي؛ خو بیا هم اړدي کوکنار وکري.

یوشمېر کروندګرو سلام‌وطندار ته وویل، که دولت یې د بدیل معیشت غم وخوري؛ کوکنار نه کري. دوی وايي، که د کرنې وزارت کروندګرو ته سړې خونې جوړې کړي او په دوامداره ډول د کیمیاوي سرو او نورې اړینې مرستې ورسره وکړي؛ هېڅکله به دغه بوټی ونه کري.

د هلمند په ځینو ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي او په یو شمېر سیمو کې کروندګر تازه کروندې چمتو کوي

د هلمند پوهنتون استاد حافظ احمد نصرت په دې اړه وايي، چې د کوکنارو بدیل نه‌شتوالي ترڅنګ پر ډېرو سیمو د دولت نه واکمني هم د کوکنارو کښت زیاتوالي لامل دی.

د هلمند والي حیات الله حیات بیا وایي سږکال به په ټولو سیمو کې د کوکنارو کښت د له‌منځه وړلو کمپاین مخته یوسي.

ښاغلی حیات زیاتوي د دولت ترکنټرول لاندې سیمو کې به په هېڅ صورت د کوکنارو کروندې پرې نږدي.

د ریپوټونو له‌مخې د هېواد په کچه د کوکنارو کرکیلې له نمایي زیاته برخه په هلمند کې کرل کېږي او ریپوټونه دا هم کاږي، چې ځینې وختونه کروندګر د کال په څلورو فصلونو کې هلته کوکنار کري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام