د هلمند د ښځو چارو او اطلاعات او کلتور ریاستونو په ګډه نن د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ښځو لپاره د کتاب لوستلو او مقاله لیکلو سیالي وکړه.
په دغو مراسمو کې چې شاوخوا ۵۰ ښځو او نجونو پهکې ګډون کړی و، لس کسانو پر بېلابېلو موضوعاتو خپلې لیکلې مقالې واورولې.
د دې سیالي ګډونوالې مېرمنې وايي چې دا ډول علمي پروګرامونه کولای شي د ښځو او نجونو د زده کړو او مالوماتو په زیاتولو کې مهم رول ولوبوي.
د کتاب لوستنې او مقاله لیکلو د سیالي ګډونوالې مېرمنې شکېبا او ستاره وايي چې د دا ډول پروګرامونو په جوړولو سره به ښځې وکولای شي، د زده کړې پر مټ خپل حقونه وپېژني او د ترلاسه کولو لپاره یې مبارزه وکړي.
ویل شوي چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست ګډ پلاوی به پر یادو مقالو کره کتنه وکړي او له مخې به یې، د لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکي اعلان کړي.
په همدې حال کې د هلمند د ښځو چارو رییسه وجیه رسولي وايي چې یاده سیالي يې د ښځو هڅولو او د هغوی د پوهنیزې کچې لوړولو لپاره جوړه کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په هلمند کې د ښځو لپاره داسې پروګرام نه و جوړ شوی او دا لومړی ځل دی چې په یاد ولایت کې د ښځینهوو ترمنځ د کتاب لوستلو او مقاله لیکلو سیالي کېږي.