هلمند؛ دوو اوونیو کې ۱۹ سرتېري وژل شوي او ۲۲ ټپيان دي

د نوي کال له پیل سره د هلمند په ځېنو ولسوالیو کې د افغان‌ ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ درنې نښتې شوې‌دي چې دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ‌ژوبلو اړولو ادعا کوي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، د دې ولایت په سنګین، نادعلي او ګرشک ولسوالیو په ځېنو سیمو کې يې د عملیاتو پرمهال تر ۲۵ وسله‌وال طالبان وژلي او لسګونه نور يې ټپیان دي.

د هلمند والي ویاند دولتي ځواکونو ته هم اوښتې مرګ‌ژوبله مني او زیاتوي، د دوه اوونیو په جریان کې ۱۹ افغان سرتېري وژل شوي او ۲۲ تنه ټپيان دي.

خو بلې‌خوا د وسله‌والو طالبانو ویاند قاري یوسف‌احمدي رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼې کې ادعا کړې چې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې یې تر ۵۰ ډېرو دولتي ځواکونو ته يې مرګ‌ژوبله اړولې او د دې ترڅنګ يې په مارجې ولسوالۍ کې هم بریدونه کړي چې څه باندې ۳۰ افغان سرتېرو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې؛ خو د هلمند د والي ویاند بیا د دا ادعا ردوي.

د هلمند والي ویاند عمرځواک وايي، د دې ولایت په ډېرو سیمو کې عملیات روان دي او ډېرې سیمې به بېرته د دولت تر حاکمیت لاندې راشي.

ځواک زیاته کړه په هلمند کې به د ترتیب شويو پلانونو پر اساس عملیات روان وي او د هوايي ځواک په مرسته به د طالبانو پر ځېنو سیمو هوايي بریدونه هم وشي.

ورته مطالب:

شاوخوا ۴۰۰امنیتي ځواکونه د طالبانو په محاصره کې دي

فاریاب کې ۲۲ امنیتي ځواکونه وژل شوي

کندوز او بغلان کې ۴۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام