بېوزلي، د جوزجان په منګجېک ولسوالي کې ورځ تر بلې ډېرېږي. په وروستۍ پېښه کې یوه ۵۰ کلن سړي د بېوزلۍ له کبله ځان غرغره کړی دی.
د جوزجان د والي مرستیال عبدالرحمان محمودي سلاموطندار ته وايي چې دغه کس حضرتقل نومېده او د منګجېک ولسوالي د مهاجر سیمې اوسېدونکی و.
دغه پېښه د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې شوې ده.
محمودي وايي، د یوې سروې له مخې د دغې ولسوالي ۸۵سلنه اوسېدونکي په بېوزلۍ کې ژوند کوي؛ داسې چې په ۱۵ ورځو کې یوازې یو ځل د ډوډۍ پخولو وسه لري او «په نورو وختونو کې له اوبو سره وچه ډوډۍ خوري.»
منګجېک ولسوالي، د جوزجان ولایت مرکز (شبرغان ښار) شمالختیځ لور ته په ۷۲ کیلومترۍ کې پرته ده.