د افغانستان د ښوونکیو د عدالت غوښتنې مجمعې دوه ورځې وړاندې په یوه غونډه کې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د ښوونکیو د درسي اعتصاب له احتماله خبرداری ورکړی و او نن د هرات د ښوونځیو یوشمېر ښوونکیو درسي اعتصاب کړی و.
دغو ښوونکیو د خپل درسي اعتصاب موخه د حقونو او امتیازونو کمښت او د ښوونکیو د ژوند وضعیت ته د حکومت نه پام په ګوته کړی دی.
معترضو ښوونکیو چې نن د هرات د ولایتي شورا مخې ته راټول شوي وو، ګواښ وکړ، تر هغې یې چې حکومت غوښتنې نه وي منلې، ټولګیو ته به لاړ نهشي.
دوی حکومت د ښوونکیو د حقونو په برخه کې په بېعدالتۍ تورنوي او وايي، اوس د ښوونکیو حقونه چې ورځ تر بېګاه زیار باسي، د ډېرو وزارتونو د کارکوونکیو له حقونو سره د پرتلې وړ نهدي.
د هرات ښوونکي غلامحضرت مومنیار او محمدصابر مشعل وايي، معاشونه یې کم دي، په ۷ یا ۸ زره میاشتني معاش خپلې ورځنۍ چارې پر مخ نهشي بیولی او حکومت یې باید ورته لوړ کړي.
په همدې حال کې د هرات ولایتي شورا هم د ښوونکیو د حقونو او امتیازونو په برخه کې د حکومت پر نه پام نیوکه کوي او وايي، د حکومت مرکزي اداره او د پوهنې وزارت باید د ښوونکیو حقونه او امتیازونه ډېر کړي.
د هرات د ښوونځیو یوشمېر زده کوونکي د خپلو ښوونکیو د درسي اعتصاب په اړه د اندېښنې ترڅنګ وايي، زده کوونکي باید د دوی د غوښتنو قرباني نهشي او حکومت باید ژرترژره دا ستونزه حل کړي.
خو د هرات د پوهنې رییس روحالله ازهد وايي، د ښوونکیو غوښتنې یې له پوهنې وزارت سره شریکې کړي او یاد وزارت اوس د ښوونکیو د حقونو او امتیازونو د ډېرېدو پر طرحې کار کوي.
د افغانستان د ښوونکیو د عدالت غوښتنې مجمعې له لوري رسنیو ته د رسېدلي لړلیک له مخې، نن د هرات ښار له ۲۰ ډېرو ښوونځيو کې درسي اعتصاب شوی و.
د حقونو او امتیازونو د کمښت له امله د ښوونکیو اعتراض کومه نوې خبره نه، بلکې له کلونو راهیسې د ښوونکیو له لوري د حقونو له کمښت نه شکایتونه شوي، خو تراوسه د ښوونکیو یادې ستونزې ته پام نهدی شوی.