هرات کې د کرونا ۴ نورې شکمنې پېښې ثبت شوې

 د هرات د عامې روغتيا رياست مسوولانو په دې ولايت کې د کرونا د ۴ نورو شکمنو پېښو د ثبت خبر ورکړی.

هرات کې کرونا ناورغۍ سره د مبارزې د کمېټې مسوول نذیراحمد دهگان سلام‌وطندار ته وويل چې دا څلور مورده په تازه‌ګۍ سره له ايرانه هرات راغلي دي او په کې د سرماخوردګۍ  خفیفې نښې ښکاري.

د نوموړي په وينا، په دې کسانو کې درې سړي او يوه مېرمن شامله ده چې د معايناتو نتيجه يې کابل ته لېږلې چې معلومه شي ياد کسان په کرونا اخته دي او که نه.

تېره ورځ د عامې روغتيا وزير فېروزالدين فېروز په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې په هرات کې د کرونا ويروس يوه مثبته پېښه پېژندل شوې ده او په دې ولايت کې يې بېړنۍ حالت اعلان کړ.

نوموړي له هېوادوالو وغوښتل چې په دې برخه کې د مخنيوي لپاره عامه پوهاوي کې مرسته وکړي او په ورځنيو چارو کې له مخ ښکلولو، غېږ کې نيولو او دې ته ورته نورو  کړنو نه ځان وساتي.

د عامې روغتيا وزير وويل چې د داسې پېښو په ليدلو سره بېړنۍ مرستې لپاره د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو او خدمتونو ۱۶۶ شمېرې سره اړيکه ونيسي.

د يادولو ده چې د ملي امنيت شورا په يوه بېړنۍ ناسته کې له ايران سره ټولې د تګ او راتګ لارې تړلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې کرونا ويروس د نړۍ ۳۳ هېوادونو کې خپور شوی دی.

په دې تړاو:

هرات کې د کرونا ويروس مثبته پېښه ثبت شوه

د افغانستان د خطر زنګ وکړنګېده؛ روغتیا وزارت: قاچاقي لارې د کنټرول نه دي

کرونا او د ماسک د بیې څو برابره لوړوالی

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام