د هرات سیمهييز چارواکي وايي، پهدې هېواد کې د کتاب لوستلو فرهنګ پرمختګ کړی دی.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس اریا رووفیان چې د کتاب په ستر اووم نندارتون په پرانستغونډې کې یې خبرې کولې وویل، په یاد نندارتون کې د ۲۰ زرو عنوانونو ۵۰ زره ټوکه کتابونه چې ډېر شمېر یې تازه چاپ شوي، نندارې ته اېښودل شوي دي.
د نوموړي په وینا، د دغه نندارتون په جوړولو کې ۶۰ خپرندویو ټولنو چې ۲۵ یې د افغانستان او ۳۵ یې د اېران دي برخه اخیستې ده.
رووفیان وايي، هرات کې اوس د کتاب لوستلو فرهنګ عام شوی او د دا ډول نندارتونونو جوړول د دغه فرهنګ د پراختیا لهپاره ګټور دي.
په هرات کې د اېران سرکونسل د ټولنې پرمختګ د کتاب لوستلو فرهنګ له پراختیا سره تړلی وباله او ژمنه یې وکړه چې د یاد نندارتون په پای کې به ۱۰ زره کتابونه د هرات په ښوونځیو کې ووېشي.
بلخوا یوشمېر کتاب پلورونکي مسعود عربزاده او سیدعبدالمجید چې دغه نندارتون کې یې غورفې جوړې کړي وايي، ګڼ شمېر کسان نندارتون ته ورځي او د اېراني تومنو بیې ټیټوالي له کبله د تېر کال په پرتله سږ کال د کتابونو بیې هم ټیټې شوې دي.
دوی له خلکو، په ځانګړې توګه له ځوانانو غواړي چې نندارتون ته ورشي او په هرات کې د کتاب لوستلو فرهنګ دودولو کې ونډه واخلي.
بلخوا یوشمېر نندارچیان چې دغه نندارتون ته د کتاب لیدلو او پېرېدلو لهپاره ورغلي هم د کتاب لوستلو فرهنګ پراختیا او پیاوړتیا لهپاره د دا ډول نندارتونونو جوړول مهم او ګټور بولي.