هرات ته د سیلانیانو په ورتګ کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، د دې ولایت د سیلانیانو صنعت د تېر کال په پرتله ۳۰ زیات شوی دی.

دغه څرګندونې د یوشمېر ولایتو د کلنیو لاس ته راوړنو په موخه کابل کې جوړې شوې غونډه کې وشوې.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس اریا روفیان وویل، هرات د تاریخي اثارو او کلتوري سیمو د موجودیت له امله زیاتره وخت د زیاتو کورنیو او بهرینو سیلانیانو کوربه وي.

روفیان وايي، تېر کال ۹ زره او ۵۰۰ تنو سیلانیانو له هرات څخه لیدل کړي وو او روان کال بیا ۱۲ زره کورني او ۳۵۰ بهرني سیلانیانو له دې ولایت ته ورغلي وو.

د نوموړي په خبره، دغه شمېرې ښيي، چې هرات ته سږکال د تېر هغه په پرتله ۳۰ سنله زیات سیلانیان ورغلي دي.

روفیان زیاته کړه، د سیلانیانو له‌پاره دلارښوونې د کتاب چاپ او د سیلانیانو د وېب سایټ جوړول د دې لامل شوي، چې په دې ولایت کې د سیلانیانو صنعت وده وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام