نږدې څو کاله کېږي چې زعفران یا سره طلا په افغانستان کې د کوکنارو د کښت مناسب او ښه بدیل پېژندل شویدی؛ خو له څه وخت راهیسي د هرات د زعفرانو کروندګر د هېواد په بازارونو کې د زعفرانو د بيې د بېمخینې ټیټېدلو نه شکایت کوي. دوی زیاتوي چې دې بوټي کرار ـ کرار خپل ارزښت له لاسه ورکړیدی.
دوی ادعا کوي چې د زعفرانو اوسنۍ ټیټې بیې کروندګر له ستونزو سره مخ کړي چې حکومت ورته هېڅ پام نهکوي.
د زعفرانو ځېنې کروندګر حکومت ته ګوتڅنډنه کوي، کهچېرې د زعفرانو د بیې لوړولو لهپاره ګام پورته نهکړي؛ کوکنار به وکري. د دوی په خبره، دوه کاله مخکې یو کیلو زعفرانو ۱۰۰ زره افغانۍ وو؛ خو سږکال تر ۲۸ زرو افغانیو راټیټ شوي.
په هرات کې د زعفرانو کروندګرو د اتحادیې مشر بشیراحمد رشیدي د زعفرانو د بیې د ټیټوالي لامل نړۍوالو بازارونو ته د دې محصول د بدلو او ناسمو هغو صادرات په ګوته کوي. ښاغلی رشیدي د زعفرانو د بستهبندۍ او عرضهکولو په برخه کې د حکومت هڅې د بسنې وړ نهګڼي او ټینګار کوي چې د هرات د زعفرانو بازار ته باید جدی پام وشي.
د ده په وینا، اړونده ادارې او وزارتونه دې د اروپا او امریکا په مارکېټونو تمرکز وکړي او عملي چارې دې پیل کړي.
د هرات د کرنې ریاست د احصاییې امر عتیقالله رومل د زعفرانو په بیه کې ادلون ـ بدلون مني او وايي چې حکومت او د زعفرانو شرکتونه پهدې هڅه کې دي چې له اماراتو، هند او چین هېوادونو سره د قرادادونو په لاسلیک سره د زعفرانو بیه لوړه کړي.
په روان کال کې په افغانستان کې ۱۳ زره کیلوګرامه زعفران تولید شوي چې ۹۵ سلنه یې په هرات کې د زعفرانو له کرل شویو ځکو څخه تر لاسه شويدي.