نږدې ۳۰طالبانو د پنجشېر پر ابشار ولسوالۍ برید کړی

د پنجشېر د ولایتي شورا رییس عزم الدین مرزايي وايي، د دې برید په پخلي سره سلام‌وطندار ته وویل، شاوخوا ۳۰وسله‌والو  طالبانو نن مخکې له غرمې د ابشار ولسوالۍ د «غلغلې ښار» او «قلعه‌تري» په کلیو بریدونه کړي.

د مرزايي په خبره، سیمه‌يیز ځواکونه په سیمه کې راټول او وسلې يې راخيستي او هڅه کوي چې د مخکې تګ مخه یې ونیسي.

نوموړي زياته کړه چې طالبانو یو ځل وړاندې هم په دې کلیو بریدونه کړي وو.

د پنجشیر د والي مرستیال محمد امین صدیقي سلام‌وطندار ته وويل، د پنجشېر له مرکز او ابشار ولسوالۍ نه امنیتي ځواکونه سیمې ته په لاره دي.

ابشار ولسوالۍ د پنجشېر له مرکز نه ۴۵ کيلو مټره واټن لري.

پنجشېر له کابل سره په ګاونډ کې پروت هغه ولايت دی چې په نسبي توګه په کې امن دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام