له زدهکړو محرومو ماشومانو ته د ډیټابیس جوړولو په موخه د پوهنې وزارت او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن په کابل کې د «عامو او ځانګړیو زده کړو پراختیا اوهمغږۍ کنفرانس» تر سرلیک لاندې غونډه جوړه کړه.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د معلولینو حقونو ملاتړ څانګې مسوول محمدعلي محبي غونډې ته وویل چې د هېواد له ۲.۷ ٪ معلولیت لرونکیو ۱۹۶ زره یې ماشومان دي.
د ښاغلي محبي په وینا، سره لهدې چې دغه شمېر ماشومان د زدهکړو پر شرایطو برابر دي؛ خو یوازې ۳۷۹۰ ماشومان له ځانګړیو او عامو زدهکړو برخمن دي.
خو د پوهنې وزارت د شمېرو لهمخې، اوس ۴۳۰۷ معلول ماشومان ښوونځیو ته ځي چې ۱۵۴۹ يې نجونې او ۲۷۵۸ یې هلکان دي.
د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زدهکړو رییسه تورپیکۍ مومند وایي چې د ټول هېواد په کچه ۳.۷ میلیونه ماشومان له زدهکړو پاتې دي چې معلول ماشومان هم پهدې ارقامو کې راځي.
د مېرمن مومند په وینا، د معلولینو لهپاره د دې وزارت پروګرامونو ښه تطبیق په موخه اړتیا ده چې د زدهکړو پر شرایطو برابرو معلولو ماشومانو ډیټابیس جوړ شي.
د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زدهکړو رییسې په خبره، د معلولو ماشومانو لهپاره باید ډیتابیس د پوهنې وزارت په همکارۍ مخته یووړل شي چې وزارت هغوی ته د عامو او ځانګړیو زدهکړو زمینه برابره کړای شي.