د برېټانیا هېواد په کوربتوب د سوریې هېواد سره د مرستې څلورمه نړیواله غونډه کې د نړۍ ځېنو هېوادنو ژمنه وکړه، چې تر ۲۰۲۰زېږدیز کال پورې به د دغه هېواد د کډوالو سره د مرستې په پار به له ۱۰ میلیاردو امریکايي ډالرو زیاته مرسته وکړي.
دغه غونډه پرون (پنجشنبه) جوړه شوې وه، چې د ۷۰ هېوادونو سیاسي مشرانو او نړیوالو بنسټونو استازو په کې ګډون کړی وو.
دوی ټینګار وکړ، چې د سوریې هېواد د کډوالو او د جګړه ځپلو هېوادونو د خلکو له پاره د ښوونې او روزنې او همدا ډول د اقتصادي حالت د سمون له پاره پلانونه جوړ کړي.
په دې جوړې شوې غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري، د برېټانیا هېواد لومړی وزیر ډېوډ کامرون، د ترکیې لومړی وزیر داود اغلو، د اروپايي اتحادې د حوزې مشران او په ځانکړي ډول د منځني ختیځ هېوادونو مشرانو ګډون کړی وو.
ټاکل شوې، چې د دغو مرستو څخه ۶ میلیارده ډالره يې په ۲۰۱۶ کال کې مصرف شي او پاتې ۴ میلیارده یې په اوږمهال کې د جګړې له امله بې ځایه شویو سره د خوراکي توکو، د استوګنې ځایونو او د روغتیايي خدمتونو له پاره ولګول شي.
د یورونیوز د راپور له مخې د دغو ۱۰ میلیاردو ډالرو له بودیجې به له هغو هېوادونو سره مرسته وشي، چې د سوريې هېواد ګډاولو ته یې ځای ورکړی دی.
ترکیه، لبنان او اردون د هغو هېوادونو په ډله کې دي، چې د سوریې زیات شمېر ګډوالو ته په خپله خاور کې ځای ور کړی دی.
د ۲۰۱۴ زېدیز کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې له سوریې هېواده ۴ زره او ۶۰۰ پناغوښتونکي ترکیې، اردن او لبنان هېوادونو ته ورغلي دي. او له یو میلیون زیاتې یې اروپايي هېوادونو ته تللي دي.