نړیواله سوداګرۍ خونه: افغان حکومت دې د سوداګرۍ اهدافو په پلي کولو کې جدي عمل وکړي

نړیوالې سوداګرۍ خونې له افغان دولته د بنسټیزو او پراختیایي موخو عملي کولو په تړاو د جدي ګامونو اخیستو غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې نړیوالې سوداګرۍ خونې نن ورځ کابل کې خبري غونډې ته وویل، تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې د دې سازمان غړیو هېوادونو ته د بنستیزو پراختیایي موخو ترلاسه کولو له‌پاره د ۱۲ تریلیونو ډالرو په ارزښت اقتصادي فرصتونه، ۱۷ موخې، ۱۶۹ ځانګړې موخې او ۲۰۱۷ برخې خصوصي سکتور ته وسپارل شي.

په افغانستان کې د نړیوالې سوداګرې خونې د عامل پلاوي رییس عبدالقدیر بهمن وویل، د بنسټیزو موخو عملي کول د سوداګرۍ او شتمنۍ د تلپاتې پراختیا له‌پاره یو مثبت ګام دی.

بهمن له حکومت غوښتنه وکړه، چې باید په دې موخو کې د خصوصي سکتور ونډه ډېره شي او د حکومت له‌پاره باید د دې موخو پلي کول لومړیتوب ولري.

عبدالقدیر بهن زیاتوي، که دولت دغو موخو ته لومړیتوب ورکړي تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې ورته رسېدلی شو او دا یو ګډ کار دی، چې خصوسي سکتور، مدني ټولنې او د دولت مرستې ته اړتیا لري.

د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن هم وایي، چې د افغانستان حکومت د دغو اهدافو د عملي کولو له‌پاره له خصوصي سکتور او مدني ټولنې سره یوځای کار کوي.

سهراب وایي، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بنسټیزو پراختیایي موخو پلي کول یو ملي سند دی او لومړۍ برخه یې جوړه شوي، چې د پروګرامونو جوړول پکې شامل دي.

سهراب بهمن ټینګار کوي، چې په ۸ برخو کې ۱۵۰ څانګې او ۱۷ موخې د افغانستان د حکومت له خوا پېژندل شوي دي.

د اقتصاد وزارت ویاند زیاتوي، د ۲۰۱۷ کال په نیمایي کې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي موخو د پلي کولو کار پیل شي.

په افغانستان کې د نړیوالې سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، د ملګرو ملتونو د پراختیایي موخو پروګرام د زرو پراختیایي موخو د پروګرام ترڅنګ بل مهم پرګرام دې، چې ټول غړي هېوادونه یې د پلي کولو هوډ لري او افغانستان هم له هغو هېوادونو دی، چې د پراختیایي موخو عملي کولو په‌پار یې ژمنه کړې ده.

دغه راز د اقتصاد وزارت چارواکي وایي، د جولاې په میاشت کې به هغې غونډې ته چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له خوا جوړیږی یو پلاوی واستول شي او په دې اړه به راپور ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام