نيکلسن: د سولي له‌پاره پر طالبانو پوځي او ډيپلوماټیک فشارونه زیاتوو

په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن نن په کندهار کې د دولتي مسوولانو او قومي مشرانو سره په خبرو کې وویل چې طالبان سولې ته لېواله دي؛ خو د حتمي کېدو له‌پاره پر هغوی پوځي او ډيپلوماټيک فشارونه زیاتوو.

هغه د هېواد د ملي امنیت د ریيس معصوم ستانکزي، کورنيو چارو وزیر ویس‌احمد برمک او د پنځو هېوادونو امریکا، کاناډا، هند، ډنمارک او اسټرالیا له سفيرانو سره یوځای کندهار ته تللی و او هلته یې په یوه خبري غونډه کې دا څرګندونې وکړې.

جان نیکلسن وویل، وسله‌والو طالبانو ته د حکومت هغه وړاندیزونه فرصت دی چې د سولې په برخه کې يې د هغوې د غوښتونو د منلو له‌پاره کړي.

جنرال نیکلس زیاته کړه، له ډيپلوماتيکو فشارونو هدف دا دی چې  «پر پاکستان حتمي کړو چې وسله‌وال طالبان سولې ته چمتو کړي.»

په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان د کندهار د ديني عالمانو او اوسېدونکیو هغه غوښتنه ومنله چي د سولې هڅې باید له کندهاره ځکه پیل شي چې د طالبانو زیاتره لوړپوړي مسولان له همدې ولایته دي.

د کورنیو چارو وزیر ویس‌احمد برمک بیا په‌خپلو خبرو کې د سولې روان بهیر مهم وبللو او زیاته يې کړه چې د ټاکنو له‌پاره بشپړ چمتووالی لري او په هغو ولایتونو کې به د پولیسو تشکیل زیات کړي چې اړتیا یې لیدل کېږي.

د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزی چې په‌دې اړه له یاد پلاوي سره کندهار ته تللی؛ وویل چې افغانستان د دښمنانو د توطیو ښکار دی او د ټاکنو د ښو ټاکنو له‌پاره باید افغانان پېژندپاڼې واخلي او په‌دې ډول خپل ملي مسوولیت ادا کړي.

کندهار والې بیا په کندهار کې د پوهنې، اوبو او نورو ستونزو ترڅنګ یادونه وکړه چې ټاکنو ته بشپړ چمتووالی لري او د سولې د روان بهیر ګړندي کېدل د کندهاریانو یوازینۍ هیله ده.

ولسمشرمحمداشرف غني څه باندې یوه میاشت مخکې د کابل پروسې په دویم کنفرانس کې طالبانو ته د سولې بې‌قیده وړاندیز وکړ او دا یې هم ویلي وو، که راشي د یو سیاسي ګوند په توګه به یې قبول کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام