نوي حکومت، د بلخ پر اقتصادي وضعيت منفي اغېز کړی

په تېرو ۱۳ کلونو کې د بلخ ولایت اوسېدونکي د مثبت اقتصادي پرمختګ شاهدان وو، خو د نوي حکومت د پېلېدو سره سم دغه چاره ټکنۍ شوې او خلک د اقتصادي پرمختګ څخه نه يواځې دا، چې شاته شوي بلکې د دوی پر اقتصادي وضعيت منفي اغیزې هم کړي دي.

د دغه ولایت سوداګران د ناامنيو او کاري فرصتونو د نشتوالي څخه سخت اندېښمن دي.

دوی وايي، که چېرې د افغان حکومت له لوري د امنيت راوستو په برخه کې جدي توجه ونه شي، نو د پخوا په څېر خپل تجارت ته دوام ور نه شي کړی.

دغه افغان سوداګران ټينګار کوي، چې د نوي حکومت له پېل راهیسې د دوی کاروبار په ټپه درېدلي دي.

محب الله يو سوداګر، چې د  " افغان بازار" په نوم شرکت لري سلام وطندار ته وویل، اوسمهال په بلخ ولایت کې ټول کاروبار يې په ټپه درېدلي او پر خپلې پانګونې پېښمانه دی، ځکه د ده په وينا د خپلې پانګې د راتلونکي په باب تر سبا ورځې هم وړاندوينه نه شي کولی.

اخوا محمد نسيم د " نصیب سویابین" فابريکې عمومي مدير وايي، چې دولت باید د ماليې او د برق نرخ د ټيټوالي په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

د بلخ ولایت د سوداګرۍ خونو اجرايوي مدير نصیر احمد قاسمي اندېښنه څرګندوي، چې د پخوا په څېر په دغه ولایت کې د سوداګرۍ کچه ډېره ټيټه شوې.

هغه وايي، نوي حکومت ته ډېرې هيلې وې، چې ښايي د پخواني ولسمشر کرزي د وخت پرمهال ځينې پرتې ستونزې به هم لرې شي، خو په وينا يې برعکس ستونزې د پخوا په پرتله زياتې شوې.

قاسمي وايي: " همدا اوس په شمال کې د تجارت کچه ۶۰ سلنه کمه شوې" ؛ نوموړی يې عمده لاملونه په هېواد کې ناامني او د بهرنيو هېوادونو د مرستو  په کمښت کې بولي.

قاسمي وايي، دغه وضعيت بهرني پانګوال نه شي هڅولي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

په بلخ ولایت کې د اقتصادي چارو کارپوه احمد ولي سنګر وايي، چې د سوداګرو له پاره تر ټولو اړينه مسله امنیت دی.

نوموړی خبرداری ورکوي، چې که امنيت په همدې شکل دوام وکړي، نو افغانستان به د لوی اقتصادي رکود سره مخ شي.

هغه وايي، همدا اوس افغانستان د ۸۰ سلنه اقتصادي رکود سره مواجه شوی.

یاده دې وي، چې له دې وړاندې د بلخ ولایت سرپرست والي عطامحمد نور هم په شمال کې د ناامنيو د زیاتوالي له امله خبرداری ورکړی وو او ويلي وو، که چېرې حکومت د امنیت راوستو په برخه کې جدي اقدام ونه کړي، نو دی به خلک را ټول کړي او د ناامنيو پر وړاندې به خپل غږ پورته کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام