۲۵ کلن محمدامین نوري «د افغانستان امریکايي پوهنتون» د ادارې او سوداګرۍ پوهنځي د څلورم ټولګي زدهکړیال دی.
نوري د افغانستان امریکايي پوهنتون د کدرونو او وړتیاوو د ودې له تر ټولو ښه ټاټوبی ځکه ګڼي، چې د نورو شخصي او دولتي پوهنتونو نه په ښه معیار او عالي پوهنیز تدریسي میتود ولاړ سیستم لري.
د افغانستان امریکايي پوهنتون په ۲۰۰۶ کال کې تاسیس شوی دی. هر کال د هېواد له ښوونځیو تکړه فارغ زدهکوونکي، چې انګلیسي یې زده وي؛ دې پوهنتون ته جذبېږي.
نوري زیاتوي، تل په دې لټه کې و، چې د ځان لهپاره د پرمختګ لارې پرانیزي، همدا و چې د پوستکالي انجینیري (سافټویر انجینیرینګ) په برخه کې د نړۍ په یو معتبر پوهنتون کې زدهکړې وکړي؛ خو د لوړ لګښت د پرې کولو په اړه به اندېښمن و.
د نوري د تره زوی هم په دې پوهنتون کې زدهکړیال دی. هغه وايي، نوري ورته پوهنتون کې د شاملېدو په برخه کې لارښوونه کړې او ده ته یې داخلېدو امکانات ورته برابر کړي دي.
نوري همدارنګه زیاتوي، هغه زدهکړیالان چې د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې زده کړې کوي؛ د نورو پوهنتونونو په پرتله د استادانو، سرچینو، درسي توکو، کتابتون او ظرفیتونو له کبله ځانګړی اکاډومیک ماحول ته ورداخل شوي دي.
"د تره زوی مې لارښوونه او د امریکايي پوهنتون تعریف راته کولو؛ یو ورځ امریکايي پوهنتون ته ورغلم. له استادانو سره مې ولیدل، ټافل ازموینه مې ورکړه. په داسې حال کې، چې له ښوونځي مې د فراغت یو کال تېر شوی و. امریکايي پوهنتون ته مې لاره پيدا کړه. "
نوري همداراز وویل، چې د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې سیالي سخته ده، چې د کدرونو ځای دی. زدهکړیالان باید دغه پوهنتون ته د شاملېدو لهپاره د ټافل ازموینه ورکړي او د ښوونځي د نمرو سلنه یې باید له ۷۵ پورته وي.
نوموړی وايي، له دې مرحلو وروسته امریکايي پوهنتون کې د زدهکړو لهپاره لار پیداکړې او اوس د خپلې خوښې څانګه کې زدهکړې کوي.
نوري زیاتوي، چې امریکايي پوهنتون د زده کړې سیستم له پلوه د نړۍ له پوهنتوونو سره برابر دی او په دې پوهنتون کې زدهکړیالان د عصري زدهکړو له مېتود سره اشنا کېږي.
د ده په خبره، یاد پوهتون ستر کتابتون هم لري.
محمد امین نوري دا پوهنتون د خپل ورځني ژوند په برخه کې ستر بدلون ګڼي.
د نوموړي په باور، که مخکې یې د ښه کار او لوړ معاش هیله لرله؛ خو اوس هیله لري، چې خپل کار ولري او نورو ته کاري موکې برابرې کړي.
دی پر زدهکړو سربېره د کورنۍ او تحصیل د لګښت پوره کولو لهپاره کار کوي، وايي، په دې پوهنتون کې د زدهکړو لګښت زیات دی؛ خو د پوهنتون اداره د زدهکړیالانو د کورني اقتصادي حالت ته په کتو له دوی سره مرسته کوي او زدهکړیالان کولی شي، چې د سمېستر فیس د قسط په ډول ورکړي.
محمد امین نوري «د افغانستان امریکايي پوهنتون» د راتلونکيو رهبرانو کور ګني او ټینګار کوي، چې دغه ماحول د متفاوتو کسانو ځای دی.
دی په دې باور دی، د افغانستان راتلونکی د هغو کسانو په لاس دی، چې له دې پوهنتونه فارغېږي.