نوروزمنګل د قطر په نمایشي کرکټ سیالیو کې لوبېږي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر نوروزمنګل د قطر ملي ورځې په ویاړ پلان شویو کرکټ سیالیو ته د نړۍ په غوره کرکټ لوبډله کې اخیستل شوی دی.

نوروزمنګل سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، ټاکل شوې ده، چې نوموړی سبا د پنجشنبې پر ورځ د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ شي، چی په یو شل اوریزه او یوه پنځوس اوریزه سیالۍ کې ولوبېږي.

د نوموړي پر وینا، په تېرو کلونو کې به یې د کرکټ د نړۍ مشهور لوبغاړي په دې لوبو کې لیدل؛ خو دا ځل خوښ دی، چې دی هم په دې ډله کې اخیستل شوی دی. د ده په خبره، اوس به دی خپله له هغو لوبغاړیو سره ولوبېږي، چې زیاتره یې اوسمهال له کرکټ څخه ګوښه شوي دي.

پخواني لوبډلمشر زیاته کړه، د قطر هېواد د ملي ورځې په ویاړ برابرو شویو سیالیو کې به هم خپلې تجربې شریکې او هم د افغانستان د کرکټ له پاره نوې تجربې وکړي.

قطر هر کال د خپلې ملي ورځې په ویاړ د سر په سر دویم کال له پاره د کرکټ نړۍ مشهور لوبغاړي په خپل هېواد کې راټولوي او د کرکټ د رواجولو له پاره نمایشي سیالۍ کوي.

د دغو سیالیو تنظیموونکي سجاد حسین چوهدري رسنیو سره په خبرو کی ویلي، قطر ته د نړۍ د ښو کرکټ لوبغاړیو راتګ به د دی هېواد ځوانو کرکټرانو ته د پرمختګ زمینه برابره کړي.

د چوهدري پر وینا، نړیوال شهرت لرونکي لوبغاړي به د ۲ سیالیو ترڅنګ په قطر کې د ښوونځیو زده کوونکیو ته هم د کرکټ تمرینات ورکړي.

ښايي سږ کال به د ملي ورځې په ویاړ ۲۰ اوریزه لوبه د ډېسمبر پر ۱۶ مه او ۵۰ اوریزه هغه پر ۱۸ مه نېټه د (اسیایي ښار) په کرکټ لوبغالي کې وشي، چی د ۱۳ زرو نندارچیانو د ناستی ځای لري.

افغان نوروزمنګل به په دې نمایشي کرکټ سیالیو کې د شاهد افریدي په لوبډلمشرۍ کې لوبې وکړي.

د نوروزمنګل سره به د نړۍ په غوره کرکټ لوبډله کې سعید اجمل، یوسف پټهان، جیرم ټېلر، محمد کیف، پروېزمعروف، چمیندا واس، لکشمي پتي بالاجي، ګرام اوني، محمد شریف، محمد الیاس، کیسریک ویلیمز او محمد اشرفل موجود دي.

دغه رازد نړۍ غوره کرکټ لوبډلې خلاف سیالۍ کې به د قطر غوره لوبډلې له پاره د نورو سیمه ییزو لوبغاړیو تر څنګ کامران اکمل، عبدالرزاق، هرشل ګبز، فواد عالم، صهیب مقصود، عمراکمل، محمد سمیع، عمران طاهر، لایم پلنکیټ او سلمان بټ شامل وي.

نوروزمنګل د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر و، چې تر اوسه د افغانستان له پاره په ۲۱۵ نړیوالو سیالیو کې لوبېدلی دی او د ۵ سلیزو په وهلو یې ۴۹۱۴ منډې جوړې کړې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام