.jpg)
راشدخان، محمدشهزاد محمدي او مجیب ځدران هغه ۳ افغانلوبغاړي دي چې د سږکال دویم پړاو ۱۰ اوریزو کرېکټ لیګسیالیو ته په بېلابېلو لوبډلو کې واخېستل شول.
د (ټي. ټین) یا ۱۰ اوریز کرکېټلیګ د رسمي ټویټرپاڼې د معلوماتو له مخې، د سهشنبې په شپه د سږکال دویم پړاو ۱۰ اوریزو کرکېټسیالیو ته د عربي اماراتو په کوربتوب د لوبغاړیو غوره کولو بولي وشوه چې د افغانلوبغاړیو ترڅنګ د نړۍ وتلي لوبغاړي هم د غوره کولو لهپاره بولي ته وړاندې شول.
د شلاوریزو لوبو غوره او د لومړي مقاموالا افغانبالر راشدخان د «ارزښتناک» لوبغاړيو په ډله کې وړاندې شو چې د «مراټا اربینز» لوبډلې لهخوا جذب شو.
دغه راز شهزاد محمدي بیا د برینډن مکولم ترڅنګ د «راجپوټ» لوبډلې لهخوا ـ چې تازه یې د ۱۰ اوریزو سیالیو په لیګ کې ځای موندلی ـ جذب شوی؛ خو افسپېنر مجیب ځدراڼ بیا د سږنیو سیالیو لهپاره هم پخوانۍ «بنګال ټایګرز» لوبډلې ته جذب شوی چې د یادې لوبډلې په ګټه به ولوبېږي.
.jpg)
په دې سیالیو کې د «پښتون» په نوم ګډونوالې لوبډلې ـ چې تېرکال یې یوازې یو افغان لوبغاړی (محمدنبي عیسیخېل) ولوبولو ـ په سږنیو سیالیو کې یې هېڅ افغانلوبغاړی جذب نهکړ؛ خو کولنانګرام، ډېوېډ ویلي، محمدعرفان او لیمډاوسن یې د نویو لوبغاړیو په توګه خپلې لوبډلې ته جذب کړل.
د یادونې ده چې د تېرکال لومړي پړاو ۱۰ اوریزو کرېکټ لیګسیالیو ته ۲۹ افغان لوبغاړي په لومړني نوملړ کې شامل وو چې یوازې ۶ لوبغاړي، محمدنبي عیسیخېل، دولت ځدراڼ، نجیبالله ځدراڼ، اصغر ستانکزی، ظاهرخان، او مجیب ځدراڼ ترې بېلابېلو لوبډلو ته جذب شويوو.
تېر کال په لومړي ځل ۱۰ اوریزې کرېکټ سیالۍ د ۴ ورځو لهپاره د ۸ لوبډلو ترمنځ په عربي اماراتو کې پیل شوې چې د مینهوالو له تود هرکلي سره مخې شوې او ټاکل شوې چې سږ به په ډېسمبر میاشت کې لا ښې وشي.
د لومړي پړاو ۱۰ ارویز کرکېټلیګ اتلولي «کیراله کینګز» لوبډلې ګټلې وه چې لوبډلمشري یې انګلستاني لوبغاړي ایون مورګن کوله او دا لوبډله به سږکال د خپلې تېرې اتلولۍ دفاع کوي.





