نوروز منګل وایي چې د کپتانۍ له پاره باید له نوو ځوانانو کار واخیستل شي او له دې وروسته د کپتانۍ اخیستلو اراده نه لري.
د افغانستان کرکټ تاریخ ترټولو کامیابه پخواني کپتان نوروزمنګل سلام وطندار راډیو سره په خپله مرکه کې ویلي دي چې د هر یوه لوبغاړي د کپتانۍ او لوبې یو وخت وي.
د ښاغلي منګل پر وینا چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له پاره یې د کپتانۍ دوره او وخت پای ته رسیدلی دی او نه غواړي چې بیرته د کپتانۍ واګې ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده چې د کرکټ بورډ مشر نسیم الله دانش تیره اونۍ په خوست کې سیمه ایزې راډیو سره په مرکه کې ویلي وو چې د پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو پای ته رسیدو وروسته یې د نبي عیسی خیل داستعفا په پایله کې له پخواني کپتان نوروزمنګل څخه غوښتي وو تر څو بیرته د ملي لوبډلې کپتان شي خو نوموړي دا وړاندیز رد کړی وو.
دغه راز ښاغلي دانش دا هم ویلي وو چې د ملي لوبډلې کپتانۍ اخیستلو له پاره ترې ال راونډر میرویس اشرف هم غوښتنه کړی وه خو وروسته یې د کپتانۍ واګې منځني بیټسمین اصغرستانکزي ته ورکړې چې د ملي لوبډلې سره د کلونو راهیسې ملګری دی.
پخواني کپتان نوروزمنګل له افغان کرکټ بورډ او دغه راز د خپلو کرکټ مینه والو څخه مننه وکړه چې لا هم پرې اعتماد لري او د کپتانۍ اخیستلو غوښتنه ترې کوي خو اوس باید د کپتانۍ نوې تجربه وشي.
ښاغلي منګل زیاته کړه چې په افغان کرکټ ملي لوبډله کې یواځې د کپتان نوم بدلیږي او دوی ټول د خپلو تجربو څخه په ګډه د هیواد د اتلولۍ له پاره هڅې کوي، د ټولو لوبغاړو سوچ او فکر یو دې چې همدا یې د بریالیتوب ستر راز شمیرل کیږي.
دیادونې وړ ده که څه هم په ۲۰۱۳ کال کې نوروزمنګل ظاهرا د پاکستان په سفر کې د لوبډلې د ناکامیو او خپل بیټینګ خرابیدا د نیږدې ۷ کلنې کپتانۍ پریښودو او استعفا لامل یاد کړ خو وروسته جوته شوه چې نوموړی د وخت اجرایوي مشر ډاکټر نورمحمد مراد له خوا کپتانۍ پریښودو ته اړ شوې وو.
د نوروزمنګل په کپتانۍ کې افغان کرکټ ملي لوبډلې په نشتو لوبیزو او مالي امکاناتو کې د کرکټ نړۍ هر ډګر فتحه کړ، د شل اوریزه نړیوال جام ټاکنیز پړاو، اسیا ایلیټ کپ او انټرکانټینینټل جام اتلولۍ یې وګټلې خو دغه ډیرې اتلولۍ اوسمهال افغانستان په کرکټ کې بیرته له لاسه ورکړي دي او د کرکټ مینه والو په اند افغان کرکټ بیرته پخوانیو لاسته راوړنو او د لوبغاړو او بورډ په واک کې داوسنیو بې شمیره امکاناتو سره سره بیا هم د زوال په لور روان دې.