نورستان کې د ښځو عدلي او قضايي پېښې هم جرګې فیصله کوي

د نورستان د ښځو چارو رییسې زاهدې فیضان سلام وطندار ته وویل، په‌دې ولایت کې ځکه د ښځو قضیې دیني عالمان هواروي چې ځایي خلک پر دیني عالمانو ډېر باور لري.

اغلې فیضان زیاتوي، سږکال دغه ولایت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۴۵ پېښې ثبت شوي چې په بېلابېلو لارو حل شوې‌دي.

د دې په وینا، له دې پېښو ۱۸ قضیې حل شوي او پر ۵ نورو هغو کار روان دی.

تېر کال بیا په‌دې ولایت ۵۷ پېښې ثبت شوې‌وې چې په هغو کې هم ۲۷ قضیې د قومي مخورو په منځګړیتوب هوارې شوې‌وې.           

د نورستان ولایتي شورا رییس انجنیر سعدالله پاینده‌زوی سلام وطندار ته وویل، پر عدلي او قضايي څانګو د خلکو بې‌باورۍ په سبب له ښځو سره د تاوتریخوالي ډېرې قضيې په قومي جرګو فیصله کېږي.

دی وايي، ځايي اداره د عدالت په پلي‌کولو کې پاتې راغلې او تر ډېره ستونزو ته خاصه توجه نه‌کېږي؛ ځکه خو هره ورځ له ښځو سره د تاوتریخوالي کچه لوړېږي.

د نورستان د والي ویاند سعید مومند سلام وطندار سره اړیکه کې دا نه مني چې ګنې دې ولایت کې دې پر محاکمو د خلکو باور کم شوی‌وي، بلکې زیاتوي، خلک تر ډېره هڅه کوي چې خپلې قضیې د دودونو او پخوانیو رواجونو له‌مخې حل کړي.

په ورته وخت کې ختیځ زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون سیمه‌ییز دفتر رییس صبریناحمیدي وايي، له تېرو دوو کالو راهیسې دغه کمېسیون نورستان ولایت کې حضوري فعالیت نه‌لري.

مېرمن حمیدي نورستان کې د خپل غیبت لامل د لارې خرابوالی او ناامني بولي او زیاتوي، له دوو کالو راهیسې نورستان کې د بشري حقونو اړوند ټولې قضیې د مکتوبونو او ټیلیفوني اړیکو له لارې څاري.

د بشري حقونو کمېسیون دا مسووله نورستان کې د ښځو شاقه او درانه کارونه، له ښځو سره د تاوتریخوالي پېښو شمېر زیاتوالی او عدلي او قضايي څانګو ته د هغوی نه لاس‌رسی اندېښمنوونکی بولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام