نورستانیان له ډيرو روغتیايي خدمتونو بې برخې دي

نورستان ولایت، چې د هېواد دریمه درجه ولایت ګڼل کیږي، د وګړو شمیر یې شاوخوا۱۹۰۰ زره اټکل کيږي، مرکز یې د پارون ښار دی او په مرکز سربېره ۷ اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري، چې نورګرام، کامدیش، ویګل، مندول،  دواب،برګمټال، او واما څخه عبارت دي.

د يادو ولسواليو په اړه به مو د ناامنيو خبرونه ډېر اوريدلي وي، خو د ناامنو ترڅنګ په کې روغتيايي ستونزې هم زيات شوي دي.

یو شمېر نورستانیان سلام وطندار ته وایې، له یوې خوا په خپله نورستان کې د ناروغانو درملنې له پاره سمبال روغتون نشته، له بل لورې د لارو بندېدو یې روغتیايي ستونزې دوه برابره کړي.

د نورستان ولایت د منډول ولسوالۍ د محسن په نوم اوسيدونکي سلام وطندار ته و ویل: " زمونږ ولسوالۍ کې یو روغتیایي مرکز شته، خو هر مریض ته یواځې بروفین دوا ورکوي."

د عبدالرحیم په نوم بل اوسېدونکی وايي: " زما ماشومه ناروغه وه لغمان ته مې بولې وه لاره کې ډیرې ستونزې وې، زمونږ په سیمه کې روغتیایي مرکز شته، خو یو بوتل دوا ورکړي او هغه څه خاص تاثیر نه کوي."

نورستانیان وایې د متخصصو ډاکټرانو او د نسایې ولادي ناروغانو له پاره د ښځینه ډاکټرانو نه شتون یې نورې ننګوونکې ستونزې دي، چې لاهم  پرځای پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتيا وزارت له لوري خپاره شوي معلومات ښيي، چې اوسمهال په ټول هېواد کې په هرو لسو ماشومانو کې یو ماشوم تر پنځه کلنۍ مخکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

همدارنګه افغانستان د هغو دریو هېوادونو په ډله کې شمېرل کيږي، چې د پولیو یا ګوزڼ ناروغي پکې په پوره اندازه نه ده تداوي شوې او ‌‌لا هم ډېرې میندې د زېږون پرمهال مړې کېږي.

خو د نورستان د عامې روغتیا ریاست چارواکې وایې، چې د دولت له خوا دغه ولایت ته ځانګړي شوي درمل، په هرو شپږو میاشتو کې ټولو روغتیايي مرکزونو ته لېږدول کېږي.

ددغه ریاست مسؤل ډاکټر اسماعیل ستانکزی وايي، د ژمي د پېل نه مخکې دوی اکثرو روغتیایي مرکزونو ته د شپږو میاشتو دوا انتقال کړی ده.

نوموړي وویل، هغه روغتیايي کارکونکي به مجازات شي، چې په ورکړل شویو دولتي روغتیايي امکاناتو کې بې پروايي وکړي.

د عامې روغتیا د رئیس په وینا اوسمهال په نورستان کې ښځينه ډاکټرانې نه شته، خو دوه متخصص نارینه ډاکټران عملاً په کار بوخت دي.

دی زیاتوي، چې ښځينه ډاکټرانې نورستان کې کار ته زړه نه ښه کوي.

ستانکزي وویل، په ټولو روغتیايي مرکزونو کې امبولاسونه شته، چې د اړتیا پر وخت هغه ناروغان چې دلته یې درملنه نه کېږي؛ ګاونډیو ولایتونو ته لېږدوي.

د ویلو ده، چې له دغو ستونزو سره – سره ، له تېرو ۱۳ کلونو راپه دې خوا د شمېرو له مخې روغتیایي نظام د افغانانو په روغتیايي حالت کې د پام وړ مثبت بدلونونه راوستي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري په خپرو شويو معلوماتو کې راغلي، چې دمګړۍ ‌د میندو مړینې په هرو ۱۰۰ زرو زېږونونو کې له ۱۶۰۰ څخه ۳۲۷ ته راښکته شوي دي او‌ تر پنځه کلونو د کم عمره ماشومانو مړینې په هرو زرو نویو زېږېدلو ماشومانو کې له ۲۵۷ څخه ۹۹ ته راښکته شوي دي.

همدارنګه د عامې روغتيا وزارت وايي، له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې نږدې ۵۰ سلنه ماشومانو بشپړ واکسینونه اخیستي دي.

یاد وزارت وايي، اوسمهال د هېواد ۶۰ سلنه وګړي بسټیزو روغتیايي ‌خدمتونه ته لاسرسی لري.

خو ددې ادعاو سره سره نورستان ولایت کې د صحي خدمتونو کمښت دخلکو له پاره غټه ستونزه ده، چې د نورو ولایتونو په پرتله نورستانیان زیات ورسره لاس او ګریوان دي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام