نن د افغان لوبغاړیو په موجودیت کې دویم پړاو لس‌اوریز لیګ پیلېږي

د عربي متحده اماراتو سوداګریز کرېکټ‌لیګ ټي ټین یا لس‌اوریزې لوبې نن چهارشنبې د نومبر پر ۲۱ مه په ۲ لوبو سره د عربي اماراتو په کوربتوب پیلېږي.

بېګا ته به په لومړۍ لوبه کې ماښام ۷ بجې راجپوت له سندیس لوبډلې سره او په دویمې کې د افغانستان په وخت ماښام ۹ بجې او ۱۵ دقیقې کیراله کینګز له پښتون لوبډلې سره سیالي وکړي.

په‌دې کرېکټ‌لیګ کې د افغانستان د ۱۵ مخکښو کرېکټ لوبغاړیو په شمول له سلو زیات کورني او بهرني لوبغاړي په ۸ لوبډلو کې لوبېږي او دغو لوبو ته به ځانګړی خوند ورکړي.

لس‌اوریز کرېکټ‌لیګ د لومړي ځل له‌پاره د ۶ لوبډلو ترمنځ د عربي اماراتو په کوربتوب وشو چې د نبي عیسی‌خېل، دولت ځدران، نجیب‌الله ځدران او مجیب ځدران په څېر لوبغاړي په‌کې ولوبېدل.

سږنیو دویم پړاو سیالیو له‌پاره بیا څه باندې ۱۰ مشهور افغان لوبغاړي په ۶ بېلابېلو لوبډلو کې اخېستل شوي چې د شل‌اوریزو لوبو لومړی مقام‌لرونکی افغان توپ‌اچوونکی راشدخان به په‌کې هم د خپل توپ جادو وښيي.

راشدخان به په مراتا اربینز لوبډله کې ولوبېږي چې په یاده لوبډله کې د ۳ افغان لوبغاړیو راشدخان، حضرت‌الله ځاځی او نجیب‌الله ځدران په شمول ۱۷ لوبغاړي دي چې روزنه یې وسیم اکرم په غاړه لري.

دغه راز په پښتون لوبډله کې بیا ۱۶ لوبغاړي دي چې کپتاني به یې د دویم ځل له‌پاره پښتون شاهد افریدی او روزنه یې ډین جونز په غاړه ولري او ورسره به شاپورځدران، ګلبدین نایب، شفیق‌الله شفق او شرف‌الدین اشرف هم ملګري وي.

بنګال ټایګرز لوبډله بیا دوه مشهوره افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی‌خېل او مجیب ځدران لري چې کپتاني به یې انګلستانی سیم بیلینګز او روزنه به یې نیوزیلینډۍ سټیفن فلیمینګ کوي.

څلور افغان لوبغاړي محمد شهزاد محمدي، سید شېرزاد، قیس‌احمد او کریم جنت بیا په راجپوت لوبډله کې غوره شوي چې روزنه یې د سویلي افریقا توپ‌وهونکي هرشل ګبز ته سپارل شوې‌ده.

له ۱۶ کسیزی پنجابي لیجینډز لوبډلې سره یو افغان لوبغاړی چینامین بالر ظاهرخان پکتین ملګری دی چې کپتاني شعیب ملک او روزنه یې پاکستانی مشتاق احمد په غاړه لري.

په سندیس لوبډله کې یوازې یو افغان لوبغاړی ال‌راونډر سمیع‌الله شینواری غوره شوی چې یادې لوبدلې سره ۱۸ لوبغاړي دي او کپتاني یې اسټرالوي شین واټسن ته او روزنه یې اسټرالوي ټام موډي ته ورکړل شوې.

دویم پړاو لس‌اوریز کرېکټ‌لیګ به د راتلونکې ډېسمبر تر ۲مې نېټې روان وي چې په ترڅ کې به یې ټولټال ۲ ګروپونو کې د فاینل لوبې په شمول ۲۹ لوبې وشي او د تېر کال اتله کیراله کینګز به په‌کې له خپلې تېرې اتلولۍ دفاع کوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام