ننګرهار کې یوې ښځې خپل خاوند او ۵کلنه لور سوځولې

د دوشنبې پر شپه شاوخوا ۱۲ بجې د  ننګرهار ولایت د سره‌رود ولسوالۍ اړوند نغرک قلعه نو سیمه کې یوې مېرمنې خپل خاوند او یوه ۵کلنه لور زینب په اور سوځولي چې له همدې امله دواړه مړه شوي‌دي.

د دې ولایت امنیې قوماندانۍ کې د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر سمونوال محمد اکبر جاوید د پېښې پخلی کوي او زیاتوي، د وژل شوي شېرمحمد کورنۍ دعوه کړې چې مېرمن زینت خپل خاوند او لور په قصدي ډول سوځولي او وژلي دي.

د هغه د معلوماتو له‌مخې، مېرمن زینت له‌دې مخکې هم څو ځلې له خپل خاوند سره جنګونه کړي او ښکاري چې دا پېښه هم د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې‌ده.

دی وړاندې وايي، که څه د زینت په نوم مېرمن د پېښې په تړاو پولیسو ته لومړي تحقیق کې ویلي چې  خاوند او لور یې د اورلګېدنې په پایله کې وژل شوي؛ خو جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر محمداکبر جاوید وايي، په‌دې اړه یې څېړنې پیل کړي چې وروستي جزیات به یې هم رسنیو سره شریک کړي.

دغه مېرمن اوسمهال د پولیسو په توقیف کې ده چې ۳ نور بچیان یې له ځانه سره د اور له ځایه روغ رایستي دي.

د سیمې یو اوسېدونکي د نوم او غږ نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته ویلي، د پېښې عامله مېرمن زینت خپل خاوند ته د ماښام ډوډۍ کې نشه‌يي توکي ورکړي او چې کله شپه شوې؛ خپل خاوند «شېرمحمد» او کوچنۍ لور زینب یې په خېمه کې سوځولي دي.

ویل شوي، دا کورنۍ په نغرک سیمه کې په یوه خېمه کې اوسېدل.

تر اوسه ننګرهار ولایت مقام او ښځو چارو ریاست په‌دې تړاو څه نه‌دي ویلي؛ خو ختیځ کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې صبرینا حمیدي سلام وطندار سره خبرو کې وویل، له یادې پېښې خبر شوي؛ خو سیمې ته د پېښې د دقیقې څېړنې په موخه پلاوی لېږي چې جزیات به یې هم وروسته رسنیز کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام