نن ماسپښین شاوخوا درې نیمې بجې او لس دقیقې د ننګرهار ولایت مرکز جلالاباد ښار کې د یو ځانمرګي برید ګڼه مرګژوبله اړولې ده.
د ننګرهار د والي ویاند وايي، پهدې ځانمرګي برید کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۰ ټپيان ټپيان شويدي. د ده په وینا، په وژل شویو کې ۱۰ تنه ننګرهار مېشتي اهلهنود هم شامل دي او په ټپيانو کې هم څو نفره اهلهنود شته دي.
هاخوا د ننګرهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول فرید سلام وطندار ته ویلي، یو شمېر ننګرهار مېشت اهلهنود نن له غرمې وروسته د ولسمشر سره د ملاقات لهپاره روان وو چې د جلالاباد ښار لومړۍ ناحیې ملنګجان واټ کې یې پر موټرو ځانمرګی برید شوی.
دی وايي، وژل شویو او ټپیانو کې یو شمېر اهلهنود هم شامل دي او د پېښې د څو ټپیانو روغتيايي حالت یې د اندېښنې ښودلی.
دا ځانمرګی برید داسې مهال کېږي چې ولسمشر محمداشرف غني ننګرهار ته په یو رسمي سفر ته تللی دی.