بېګا شپه د ننګرهار په سرهرود ولسوالۍ کې د ملي امنیت صفر ۲ ځانګړې قطعې د عملیاتو پر مهال ۵ کسان وژلي دي. د یادې ولسوالۍ اوسېدونکیو د همدې عملیاتو په غبرګون لاریون کړی او وژل شوي کسان یې ملکیان ګڼلي دي.
دا عملیات د سرهرود ولسوالۍ په بالاباغ سیمه کې شوي چې دوه ماشومان هم پهکې ټپيان شويدي.
لاریونوالو ویل، دوی غوښتل د وژل شویو ملکیانو جسدونه د ولایت تر مقامه یوسي؛ خو امنیتي ځواکونو ورته د مخکې تګ اجازه ورنهکړه.
دوه لاریونوالو محمد نظیرناصري او نجیبالله رسنیو سره خبرو کې وویل، وژل شویو کې دوه سپینږیري کروندګر، دوه موټرچلوونکي او یو هټیوال شامل دی چې له وسلهوالو سره یې هېڅ اړیکه نهلرلې.
د عتیق الله په نوم یو بل لاریونوال ـ چې موټرچلوونکی وراره یې دغه پېښه کې وژل شوی ـ وايي، وراره مې جلالاباد ښار ته یوه کوچنۍ ناروغه وړې وه چې د بېرته ستنېدو پرمهال عسکرو په ډزو وژلی دی.
لاریونوالو له حکومت څخه غوښتنه کوله چې د وژل شویو کسانو پوښتنه دې وکړي او د هغو قاتلین دې په سزا ورسوي.
دغو کسانو د عملیاتو او ړندو بمباریو د درېدو غوښتنه هم کوله.
هاخوا د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار سره خبرو کې وویل، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو بېګا شپه د سرهرود په بالاباغ سیمه کې د عملیاتو پر مهال د طالب وسلهوالو د استخباراتو مهم غړي په نښه کړيدي.
دی وايي، دغو عملیاتو کې د ګڼشمېر وسلهوالو د مرګژوبلې تر څنګ ملکيانو ته هم مرګژوبله اوښتې، چې حکومت یې په اړه څېړنې کوي.
لهدې مخکې هم ختیځو ولایتونو کې د حکومتي او بهرنیو ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ملکيان وژل شوي چې د ډېرو وګړیو غبرګونونه یې را پارولي دي.
د شنبې ورځ ماښام د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې د یوې کورنۍ ۳ ماشومان وژل شويوو چې ځایي خلکو د اعتراض په توګه شاوخوا ۳ ساعته د کونړ ـ جلالاباد لویه لاره تړلې وه.