کابو له تېرو پنځو میاشتو راهیسې د ننګرهار په یو شمېر سیمو په ځانګړې ډول د شینوارو په ولسوالیو کې د داعش وسله والې ډلې او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکول کیږي، چې وخت ناوخت په کې دواړه غاړې یو بل ته درنې مرګ ژوبلې هم اړوي.
خو د دواړو غاړو په روانو نښتو کې، ولسي وګړي هم هم په امن کې نه دي، په اچین، سپین غر او هسکه مینه کې یو شمېر عام کسان وژل شوي دي او سلګونه کورنۍ جلال اباد ښار او نورو سیمو ته راکډه شوي دي.
ځايي اوسیدونکونکو له سیمې نه د ټلیفون پر کرښه سلام وطندار ته وویل، چې نن شنبه (جولای ۲۵) هم د هسکې مینې په ګورګورۍ او ځينو نورو سیمو کې د دواړو غاړو ترمنځ جنګ روان دی چې سپکې او درنې وسلې په کې چلیږي.
په دې اړه له سیمې څخه دوه تنو اوسیدونکو چې نه يې غوښتل نومونه يې یاد شي سلام وطندار ته وویل، چې "د هسکې مینې په ګورګورۍ سیمه کې د دواړو وسله والو ډلو ترمنځ جنګ روان دی، خلکو خپل کورونه او مالونه پرېښي دي."
دوی وايې، چې د دغو کورونو څخه ځينې جلال آباد ته کډه کوي او ځينې يې نورو سیمو ته، خو په وينا يې تر اوسه دولت په دې اړه اقدام نه دی کړی.
ځايي خلک وايي، تر څلورو میاشتو ډېرې وشوې چې د دواړو وسله والو غاړو ترمنځ نښتې روانې دي، چې ځايي خلکو ته يې ژوند تریخ کړی دی.
دوی له حکومته غوښتنه کوي، چې مداخله وکړي او ولسي خلک له دې ستونزې راوباسي.
بل پلو د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال ډاکټر ناصر کاموال وايي، د یادو دواړو وسله والو ډلو ترمنځ په نښتو کې د ولسي خلکو ژوند ته کواښ دی، په ګڼ شمېر کې خلکو خپل کورونه پريښي او وخت ناوخت عامو خلکو ته مرګ ژوبله هم اوړي.
هغه زياتوي، چې د ولايتې شورا غوښته او دریځ دا دی، چې مرکزي حکومت او سيمه ییزه اداره په دغه برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
ډاکټر ناصر زیاتوي، دوی له مرکزي دولت نه غوښتنه کوي چې د ننګرهار روان ګډوډ امنیتي وضعت ته جدي پام وکړي او خلک د روانې ستونزې نه خلاص کړي.
سره ددې چې ځايي اوسیدونکو سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې په سیمه کې د دواړو ډلو ترمنځ د سپکو او درنو وسلو جګړه روانه ده.
خو د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزی وايي، چې نن دوی ته د کومې وسله والې نښتې راپور نه دی راسیدلې، ولې د امنیتي ادارو د راپورونو له مخې تېره ورځ د دواړو غاړو ترمنځ نښتې شوي دي، خو د تلفاتو په اړه ورسره لا پوره معلومات په لاس کې نشته دی.
احمد ضیا وايي، د دواړو وسله والو ډلو پر وړاندې د افغان ځواکونو دریځ یو دی او په وينا يې حکومت په منظم شکل خپل عملیاتي پلان مخکې وړي.
هغه زیاتوي له تېرو څو میاشتو راهیسې په ځينو سمیو کې امنیتي پوستي زیاتې شوي دي او یو لړ عملیات هم ترسره شوي دي.
نوموړي په خبره د دوه ولسوالیو اچین او کوټ نه خلک بې ځایه شوي دي، چې دوی د مرستندیوه ادارو په همکارۍ کابو له ۳۰۰ کورنیو سره د خوراکي او غیری خوراکي توکیو مرستې شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند وايي، چې تر اوسه له ۳۰۰ بې ځایه شویو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته شوې.
باید وویل شي، چې له تېرو کابو پنځو میاشتو راهیسې، د ننګرهار، په چین، سپین غر، هسکه مېنه، د خوږیاڼو، چپرهار، پچیر اګام، بټي کوټ او یو شمېر نورو سیمو کې د داعش وسله والې ډلې او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي، چې ځايي اوسېدنکي يې له امله اغېز من شوي دي او د راپورونو له مخې یواځې د شینوارو له ځينو ولسوالیو څخه تر زرو په زیات شمېر کې کورنۍ بې ځایه شوي دي.